افغان پلاوی د کډوالو پر موضوع د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٥): د افغان کډوالو پر موضوع په درې اړخيزه غونډه کې د ګډون لپاره افغان پلاوى اسلام اباد ته رسېدلى دى.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت رسنيز سلاکار حفيظ الله مياخېل د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چنګاښ په ٢٩مه او ٣٠مه به په اسلام اباد کې د افغان کډوالو پر موضوع درې اړخيزه غونډه جوړه شي.

هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ  استازي ګډون کوي.

د نوموړي په وينا چې په یاده غونډه کې د ګډون په موخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد عالمي بلخي په مشرۍ افغان پلاوى پرون ناوخته اسلام اباد ته رسېدلى دى.

مياخېل وايي چې د ٢٠١٦ زېږديز کال تر پايه پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه پاى ته رسېږي.

ده وويل چې دوى به په خپله خوښه د افغان کډوالو د راستنېدو په موخه يو عملي پلان يادې درې اړخيزې غونډې ته وړاندې کړي.

د هغه په وينا، دغه راز په دې غونډه کې به تر ٢٠١٦ کال وروسته د افغان کډوالو د اوسېدو يا ستنولو پر پلانونو هم خبرې وشي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت رسنيز سلاکار د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې افغان پلاوى به دغه راز د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ او پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو  موضوع هم یاده کړي.

هغه زياته کړه چې دغه راز عالمي بلخي به خيبر پښتونخوا ته هم سفر وکړي او هلته به د افغان کډوالو له استازو سره وګوري.

د وروستيو معلوماتو له مخې، پاکستاني پوليسو په تېره يوه مياشت کې له بېلابېلو سيمو شاوخوا اته زره افغان کډوال نيولي دي.

د يادونې ده، په خيبر پښتونخوا کې د افغانستان کونسلګرۍ له خوا د (خپل وطن ګل وطن) تر شعار لاندې په خپله خوښه د کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ هم پيل کړې ده.

بلخوا د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي چې له کوچني اختره وروسته له پاکستانه د تورخم له لارې د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزى وايي چې په دې وروستيو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د  راستنېدو لړۍ تېزه شوې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې پخوا هره ورځ شاوخوا لس کورنۍ هېواد ته راستنېدې، خو اوس هره ورځ له ١٠٠ څخه تر ١٥٠ پورې کورنۍ هېواد ته راستنېږي.

دى وايي، څوک چې د ننګرهار ولايت اوسېدونکى وي، هغوى ته د نفر پر سر ٣٨٠ ډالره او څوک چې د نورو ولايتونو اوسېدونکي وي، هغوى ته له ٤٠٠ څخه تر ٤٢٠ امريکايي ډالرو پورې ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا يونيم ميليون راجستر او يو ميليون غير راجستر افغان کډوال مېشت دي.

په دغه هېواد کې د مېشتو راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده تېره مياشت پاى ته ورسېده، خو د پاکستان حکومت د شپږو نورو مياشتو لپاره وغځوله.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 259 تاريخ : دوشنبه 28 تير 1395 ساعت: 14:21