د ولسي پاڅون کوونکو يو قوماندان له خلکو په زور پيسې اخلي

ساخت وبلاگ

شبرغان (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩٥): د جوزجان د قرقين ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د ولسي پاڅون کوونکو يو قوماندان "قربان تردي" له دوى په زور پيسې اخلې او کوم کسان چې د هغه له امر سرغړونه وکړي، له هغوى سره له تاوتريخوالي ډک چلند کوي.

خو يو شمېر نور بيا وايي چې قوماندان تردي د خلکو د امنيت لپاره د وسله والو طالبانو پر ضد وسله پورته کړې؛ که چېرې د خلکو له لوري ورسره مالي مرسته ونه شي، نو دغه ولسوالۍ ناامنه کېږي.

د قرقين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي جمعه نظر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه قوماندان له تېرو درېيو کلونو راهيسې وسله پورته کړې او د يادې ولسوالۍ په اړوند سيمه کې د ولسي پاڅون په نوم فعاليت کوي او له خلکو په زور پيسې اخلي او که څوک يې له امر سرغړونه وکړي او يا پيسې ورنه کړي، نو هغه له تاوتريخوالي ډک چلند سره مخامخ کېږي.

هغه زياته کړه: "دغه قوماندان د يوې کورنۍ له هر غړي د مياشتې په پيل کې له پنځوس تر شپېتو افغانۍ غواړي او ډېرى کورنۍ د ناچارۍ له امله هغه ته دا پيسې ورکوي."

يو بل شپېته کلن سړى ايګم بيردي چې د ياد قوماندان له لوري زنداني شوى هم دى، وويل: "دغه قوماندان د پيسو د نه ورکړې پر مهال زه ووهلم او زه يې يو لک افغانۍ جريمه کړم، کله مې چې ورنه کړې، نو مخ يې په يوې تيکې پورې راته وتاړه او ټوله شپه يې په يوې ستنې پورې وتړلم."

هغه ادعا وکړه، چې قربان تر دې اندازې ظالم دى چې که چېرې وغواړي د يو چا لور او ښځه له يوه بل چا سره په نکاح کړي، کولى يې شي او خلک د دغه قوماندان له تاوتريخوالي تر پوزې رارسېدلي او اوس په دې نه پوهېږي چې چا ته شکايت وکړي.

خو د جوزجان د ولايتي شورا مرستيال عبدالقادر ماليه وويل: "که چېرې يو شمېر کسان په خپله خوښه دغه قوماندان ته پيسې ورکوي، زه له هغوى شکايت نه لرم، خو که چېرې دغه پيسې په زور اخيستل کېږي، نو د خلکو د استازي په توګه د دا ډول بې عدالتيو پر وړاندې هېڅ زغم نه لرم او د دا ډول کار پر وړاندې مبارزه کوم او د خپلو موکلينو له حق څخه دفاع کوم."

نوموړي د ياد قوماندان منفي چلند ته په اشارې سره ومنله چې قربان تردي، د خلکو له حق سره جفا کوي او هغوى په بېلابېلو بهانو ځوروي.

خو په قرقين ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان قربان تردي يادې ادعاوې ناسمې وبللې او ويې ويل: "زه نه شخصي زندان لرم او نه مې هم پر چا ظلم کړى او خلک په خپله د دې لامل شول چې زه د طالبانو پر وړاندې ودرېږم او مبارزه وکړم."

نوموړي زياته کړه، اوسمهال له هغه سره د ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې ١٢٧ کسان ولاړ دي او نوموړي د ولسوالۍ امنيت هم ټينګ کړى دى.

نوموړي د دې خبرې په  ځواب کې چې يو شمېر کسانو يې پر ضد شکايت کړى، وويل: "که چېرې زه خلاف کار وکړم، دلته څارنوالي، قومانداني او ملي امنيت شته او له ما پوښتنه کوي، خلک په دواطلبانه ډول سرتېرو ته معاش او خوراکي توکي چمتو کوي او هېچا هم په زور له دوى پيسې نه دي اخيستي."

خو د قرقين ولسوالۍ يو شمېر نور اوسېدونکي وايي، د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان قربان تردي چلند د ستاينې وړ دى او د قرقين امنيت د هغه د هڅو له امله ټينګ دى.

د قرقين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي محمدقل وويل چې د دغه قوماندان فعاليت د خلکو د امنيت او ارامه ژوند لامل شوى او ترڅو پورې چې خلک مالي امکانات ولري، نو قربان تردي ته به ډوډۍ او پيسې ورکوي.

د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي پژواک ته وويل، که چېرې د سيمې خلک په دواطلبانه توګه له دغه قوماندان ملاتړ کوي، غوره کار دى او که چېرې د هغه عمل زور وي، نو بيا دغه ناسم عمل او د قانون خلاف کار دى.

هغه زياته کړه، تر اوسه پورې له ياد قوماندان څخه هغه ته شکايت نه دى رسېدلى، خو که چېرې خلک په خپله د هغه مالي ملاتړ کوي، نو بيا حق په جانب دى او دا بيا په خپله په هغوى پورې اړونديږي، خو د ولايت مشرتابه هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د دولت د کنټرول په سيمه کې له چا پيسې واخيستل شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 251 تاريخ : دوشنبه 28 تير 1395 ساعت: 0:29