ډنفورډ: د افغانستان ځانګړي ځواکونه په سیمه کې بېساري دي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٥): ولسمشر غني د امریکا له لوی درستیز سره په کتنه کې ويلي، د افغانستان ځانګړي او هوايي ځواکونه ډېر تجهيز او پياوړتيا ته اړتيا لري.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د امریکا متحده ایالاتو له لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ سره چې د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، په ارګ کې وکتل.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او سیمه ییزو مسایلو په هکله بحث وکړ.

سرچينه زياتوي، جنرال ډنفورډ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کوښښونو په ځانګړي ډول د خاصو ځواکونو، چې په سختو شرایطو کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې، ستاینه وکړه او ويې ویل، د افغانستان ځانګړي ځواکونه په سیمه کې له عالي بنسټونو څخه دي.

هغه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز او روزنې په هکله د خپل هېواد د ملاتړ او دوامداره مرستو په هکله ډاډ ورکړ.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني په دې ناسته کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز او روزنې او په دغو بنسټونو کې د اصلاحاتو راوستو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو او ټولو نړيوالو همکارانو له همکاریو مننه وکړه.

ده وويل: "د افغانستان ځانګړي ځواکونه د سیمې له غوره ځواکونو دي او موږ د دغو ځواکونو د زیاتې پیاوړتیا او همدارنګه د هېواد د هوایي ځواکونو د زیات تجهیز او پیاوړتیا غوښتونکي یو."

هغه زياته کړه، ترهګري ښه او بد نه لري او دا شومه پدیده د ټول بشریت دښمنه ده او دوى له ټولو هېوادونو غواړي چې له ترهګرۍ سره په مبارزې کې پر همدغه مسیر حرکت وکړي.

همداراز د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي دفاع وزارت په هوايي ځواک کې فعالې محاربوي او ترانسپورتي چورلکې لري او همدارنګه د کشف، محاربوي، بې پيلوټه او ترانسپورت په برخه کې "بال ثابت" الوتکې لري.

نوموړي د چورلکو او الوتکو د شمېر په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه: "د ملي دفاع وزارت هوايي ځواک رادار، توپچي دافع هوا، راکټ دافع هوا، اوپراتيفي او ستراتيژيکي الوتکو ته اړتيا لري."

- - , .
.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 254 تاريخ : يکشنبه 27 تير 1395 ساعت: 19:29