جوزجان کې پر يوه ماشومان د تېري مخه ونيول شوه

ساخت وبلاگ

شبرغان ښار (پژواک،٢٦چنګاښ ٩٥): د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې يو شمېر قومي مشرانو او مخورو پر ١٤ کلن ماشوم د جنسي تېري مخه ونيوله؛ خو د لاسي بم پر غورځولو سره کوم کس چې د تېري نيت يې درلود، شپږ ه تنه ياد قومي مشران ټپي کړل.

د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عبدالعزيز، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ستار په نوم د دې ولسوالۍ د جزه کلي يوه اوسېدونکي يو څوارلس کلن هلک تېر اېستى او د جنسي تېري لپاره يې کلي ته راوستى و.

نوموړي زياته کړه: "د کلي مخورو په ګډون د سيمې اوسېدونکو ستار نومى له تېرې څخه مخکې له ياد هلک سره ونيول او د يوه قومي کور کې ناسته کوي، څو پوليس ور وغواړي او ستار ور تسليم کړي."

د اقچې امنيه قوماندان وويل چې قومي مخور د پوليسو په انتظار کې وو، د قضيې عامل (ستار) له موکې ګټه پورته کړه او ورسره شته بم يې د قومي مخورو منځ کې واچاوه، چې له امله يې د نوموړي په ګډون اووه کسان ټپيان شول.

هغه زياته کړه، شپږ قومي مخور چې په دې پېښه کې ټپيان شوي وو، روغتون ته لېږدول شوي او ستار نومى د سيمې اوسېدونکو له لوري پوليسو ته سپارل شوى دى.

د جوزجان والي وياند محمدرضا غفوري وويل چې دمګړۍ د دې پېښې په اړه پلټنې پيل شوي او په دې پېښه کې د څلورو ټپي قومي مخورو روغتيايي وضعيت نازک بلل شوى دى.

د جوزجان ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر فريدون" حبيب" وويل، پوليسو شپږ ژوبل کسان روغتون ته لېږدولي چې اوسمهال تر درملنې لاندې دي.

حبيب زياته کړه: "د لاسي بم چرې د هغوى بدن پر بېلابېلو برخو لګېدلي، د دوو ژوبلو کسانو ټپونه برسېرن وو او له روغتون څخه رخصت شول  او څلور نور تر درملنې لاندې دي."

دا په داسې حال کې ده چې درې مياشتې وړاندې هم، دوه ماشومان شبرغان ښار کې اختطاف شول او د يوه مړى چې اووه کاله عمر يې درلود، شبرغان ښار ته څېرمه د پوليسو لاس ته ورغى، پر دې ماشوم لومړى جنسي تېرى شوى او وروسته بيا وژل شوى و چې د دې پېښې عامل تر دې دمه پېژندل شوى نه دى.

- - , .
.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 299 تاريخ : يکشنبه 27 تير 1395 ساعت: 11:45