له کندهار به سږ کال تر ۴۰زره ټنه ډېر انګور بهر ته صادره شي

ساخت وبلاگ

کندهار (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٥): د کندهار د لندې مېوې سوداګر وايي د تېر کال په پرتله سږ کال د انګورو حاصلات ښه دي او تمه ده چې له دې ولايت څخه د شاوخوا لس ميليونه ډالرو په ارزښت له ٤٠ زره ټنه ډېر انګور بهرنيو هېوادونو ته صادر شي.

که څه هم د انګورو پخېدو او حاصلاتو ټولولو ته لا څو ورځې پاتې دي خو د صادراتو لړۍ يې تازه پيل شوې او هره ورځ شاوخوا ٥٠ ټنه انګور پاکستان ته صادرېږي.

د کندهار د لندې مېوې د ټولنې مسوول حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېر کال په پرتله سږ کال د انګورو حاصلات ښه دي او تر دې مهاله له طبيعي افاتو يا ناروغيو خوندي دي.

هغه زياته کړه، که څه هم د انګورو بشپړو پخېدو او حاصلاتو ټولولو ته شاوخوا دوې اوونۍ وخت شته، خو د صادراتو لړۍ يې پيل شوې ده.

د ده په خبره، اوس مهال هره ورځ له کندهاره پاکستان ته ٥٠ ټنه انګور صادرېږي، خو چې کله يې د حاصل د ټولولو وخت راشي نو د صادراتو دا کچه به د ورځې ١٥٠ ټنو ته لوړه شي.

حاجي ناني اغا وايي، د انګورو سږني حاصلاتو ته په کتو تمه ده چې له ٢٠زره ټنه زيات انګور بهرنيو هېوادونو ته صادر شي.

نوموړي دا هم وويل چې د اوس لپاره انګور او نورې مېوې يوازې د پاکستان له لارې صادرېږي، خو د دوى هيله دا ده چې د چابهار بندر له لارې هم د انګورو او نورو مېوو صادارت پيل شي.

د ده په خبره، د کندهار انګور او مېوې له اسيا پرته په اروپا او د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم ښه بازار لري، خو دوى تر هغه ځايه د ور رسولو لار او اسانتياوې نه لري، نو ځکه يې ټوله تکيه پر پاکستان ده.

نانى اغا وايي چې ٢٠ زره په راجستر ډول او شاوخوا ٢٠ زره نور په غير راجستر توګه نېغ په نېغه له ولسواليو څخه بهر ته لېږل کېږي.

هغه په اټکليز ډول وويل چې کېداى شي سږ کال د لس ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت انګور صادر شي.

د ده په خبره، پاکستان کله کله د هغوى د صادراتو پر وړاندې ستونزې زېږوي چې سوداګرو، باغ لرونکو او کروندګرو ته درانه زيانونه اړوي.

اغا ناني زياته کړه، پر همدې بنسټ څو اوونۍ وړاندې سوداګرو خپلې ستونزې د کندهار د سوداګرۍ خونې او ولايتي ادارې په وسيله په دغه ولايت کې له پاکستاني کونسل او نورو چارواکو سره شريکې کړې دي.

دى وايي، د پاکستاني ځواکونو له خوا په ورځو ورځو د پولې تړل، سوداګرو ته پر وخت د ويزې نه ورکول، له سوداګرو ناقانونه پيسې اخيستل او ګڼې نورې هغه ستونزې دي چې هر کال سوداګرو او باغ لرونکو ته درانه زيانونه اړوي.

خو حاجي ناني اغا زياته کړه چې پاکستاني کونسل د مېوې له سوداګرو سره ژمنه کړې چې له دې وروسته به سوداګرو ته بېړنۍ ويزې ورکوي او د ويزو موده به هم اوږدوي.

دغه راز پر پوله به عمومي دروازه له ټاکلي وخت دوه ساعته وروسته تړي، څو افغان سوداګر وکولاى شي مېوې او کرنيز محصولات پاکستان ته ولېږدوي.

نوموړى له دې سربېره د صادراتو لپاره پر متبادلې لار ټينګار کوي او وايي افغان حکومت بايد داسې اسانتياوې برابرې کړې چې سوداګر وکولاى شي مېوې له پاکستان او هندوستان پرته د نړۍ نورو هېوادونو ته هم صادرې کړي.

د کندهار د لندې مېوې يو سوداګر حاجي روح الله همدا خبره کوي او وايي، سمدستي چابهار بندر هم د هغوى لپاره ګټور دى.

دغه بندر، چې نړيوالو اوبو ته لار لري، د ايران په سوېل ختيځ کې موقعيت لري او د افغانستان د نيمروز له ولايت څخه ٧٠٠ کيلومتره لرې پروت دى.

د ياد سوداګر په وينا، له دې لارې صادرات به هم سوداګرو او هم باغ لرونکو ته ډېر ګټور وي، ځکه ډېر عايد به لاس ته ورځي.

خو دى وايي، له دې لارې د صادراتو لپاره يخچال لرونکو موټرونو او يو شمېر نورو ګامونو پورته کولو ته اړتيا ده چې تر اوسه دا کار نه دى شوى.

د دې تر څنګ ده يادونه وکړه چې حکومت دې افغان سوداګرو ته د هوا له لارې د کارګو الوتکو اسانتياوې برابرې کړي چې مېوې او نور محصولات اروپا او امريکا ته هم صادر کړي.

د ده په خبره، اوسمهال د هوا له لارې پر صادراتو ډېر لګښت راځي چې له مخې يې د توکو بيو څو برابره لوړېږي.

دى وايي، له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې ژمنې شوې چې د دې ولايت انارو، انګورو او نورو مېوو ته به نړيوال بازارونه موندل کېږي او د هوايي لېږد اسانتياوې به برابرېږي، خو تر اوسه هيڅ هم نه دي شوي.

د کندهار باغ لرونکي هم وايي چې سږ کال يې د انګورو حاصلات تر بل هر کال ډېر دي او غوښتنه يې دا ده چې ښه بازار ورته وموندل شي.

د پنجوايي ولسوالۍ يوه باغ لرونکي حاجي سرور پژواک خبري اژانس ته وويل، ژېړۍ او پنجوايي د کندهار هغه دوې ولسوالۍ دي چې د انګورو ډېر باغونه په کې شته.

دى وايي، همدا اوس په دغو باغونو کې د کندهار تر څنګ د نژدې ولايتونو په زرګونو خلک د انګورو د راټولولو په کار بوخت شوي او دغه لړۍ شاوخوا درې مياشتې دوام کوي.

نوموړى هم غوښتنه کوي چې د هغوى انګورو ته دې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مارکېټ وموندل شي او تر هغه ځايه د ور رسولو اسانتياوې دې برابرې شي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال انجنير عبدالباقي بينا هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال به د دې ولايت د انګورو حاصلات د نورو کلونو په پرتله ډېر ښه وي.

ده وويل چې د تېر په څېر به د انګورو ٩٧ سلنه صادرات بيا هم پاکستان او هندوستان ته وي او د اسانتياوو د نشتوالي له امله به ډېره کمه فيصدي عربي اماراتو او نورو هېوادونو ته وي.

د ده په خبره، د دې لپاره چې سږ کال انګور او نورې مېوې د چابهار بندر له لارې هم صادر شي، له ايران سره په اړيکه کې دي او له هغوى يې دا معلومات غوښتي چې سوداګر څنګه له دې لارې صادرات کولاى شي.

دى وايي، ايران له دوى غوښتي چې يو پلاوى ور ولېږي او حالت له نژدې وګوري.

نوموړي زياته کړه، د هندوستان تر څنګ په خپله افغان سوداګر هم ډېر لېوال دي چې له دې لارې صادرات وکړي.

بينا وويل، په ټوليزه توګه وچه مېوه په هر ډول موټرونو کې لېږدول کېداى شي، خو د لندې مېوې لپاره يخچال لرونکو موټرونو ته اړتيا ده، څو په سمه توګه تر خپل ځاى پورې ورسېږي.

هغه زياتوي، د کندهار مېوې او نور محصولات د اسيا تر څنګ په نوره نړۍ کې هم ښه بازار لري، که د چابهار بند له لارې يې د لېږد اسانتياوې برابرې شي، نو هم به باغ لرونکي او هم په خپله سوداګر ډېره ګټه تر لاسه کړي.

د يادونې ده چې تېر کال له کندهار څخه د ٦٨ ميليونه ډالرو په ارزښت وچه او لنده مېوه بهر ته صادره شوې وه چې سږ کال به يې کچه تر دې هم لوړه وي.

 

- - , .
.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 241 تاريخ : شنبه 26 تير 1395 ساعت: 18:09