کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۵): ولسمشر وایي، حکومت ټاکنیزو اصلاحاتو له راتلو سره، په آزاده او عادلانه توګه پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی.
له ارګ څخه د چنګاښ په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي ښاغلي تادامیچي یاماموتو سره وکتل.
دغه لیدنه چې په ارګ کې وشوه، د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سربېره یو شمېر حکومتي مقاماتو او په کابل کې د دوستو هېوادونو سفیرانو هم په ګډون کړی وو.
په سر کې د هېواد جمهور رئیس د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دواړو غاړو د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د را روانو ټاکنو په ترسره کولو بحث او خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس وویل، حکومت ټاکنیزو اصلاحاتو له راتلو سره، په آزاده او عادلانه توګه پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی. هغه وویل: ((موږ به د ملي شورا نقش ته په پوره درناوي ټاکنیز صلاحات تعقیب کړو.))
جمهور رئیس څرګنده کړه، حکومت د ټاکنیزو اصلاحات د قانون په برخه کې د پارلماني ګډې کمیټې تصمیم ته په تمه دی او ټینګار یې وکړ، په نظرونو کې تنوع او د ټولو را ګډول یوه اړتیا ده، ترڅو د ملي شورا غړي په دغه قانون تفصیلي بحث او مباحثه وکړي.
هغه او اجرائیه رئیس ټینګار وکړ، مخکې له دې چې د ملي شورا غړي د اوړي رخصتیو ته لاړ شي، ګډه کمیټه کې دې د ټاکنیزو اصلاحاتو قانون تصویب کړي، چې د اصلاحاتو بهیر له چټکتیا سره مرسته وکړي.
په دغه، لیدنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي وویل، د ټاکنو د ترسره کولو په برخه کې د پرمختګ له امله د ملي وحدت حکومت له هڅو هرکلی کوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او په دغه لیدنه کې حاضرو دیپلوماتیکو غړو د ټاکنو د ترسره کولو په برخه کې د حکومت له هڅو ملاتړ څرګند کړ او له حکومته یې وغوښتل چې په دغه برخه کې دې د زماني جدول طرحه تنظیم کړي.
جمهور رئیس د ملګرو ملتونوسازمان د سرمنشي له دوامداره ملاتړه د مننې له څرګندولو سره وویل: ما تر دې مخکې دوه کاري ډلې موظف کړي دي، چې د ټاکنو په امنیتي او مالي برخه کې په تیارو کار وکړي او د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د افغانستان د بودجې څخه ورته ۱۰میلیونه ډالره ځانګړي شوي دي.
جمهور رئیس د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي ته وویل چې ستاسو د دوامداره مرستو هرکلی کوو او هڅه به کوو، وروسته له هغې چې په راتلونکي اونۍ کې پارلمان د ټاکنیزو اصلاحاتو قانون تصویب کړ په چټکۍ مخې ته لاړ شو.
یاماموتو جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ وې ویل، ملګري ملتونه چمتو دي چې د افغانستان له حکومت سره د ټاکنو پروسې د تنظم په برخه کې چې مشري او مالکیت به یې افغانانو سره وي مرسته وکړي.
په دغه غونډه کې پریکړه وشوه چې په دغه برخه کې د کاري پرمختګونو او تیاریو د ارزونو په منظور دې غونډې دوام پيدا کړي.
- - , .
.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 225 تاريخ : شنبه 26 تير 1395 ساعت: 2:28