افغانستان د کرکټ په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې ایرلینډ ته ماتې ورکړه

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۵): افغانستان د کرکټ په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې ایرلینډ ته د ۳۹ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.

د کرکټ ملی لوبډله د پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو ترسره کولو په موخه ایرلینډ ته تللې، لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې پای رسیدلې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د چنګاښ په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې ددې لوبې پچه ایرلینډ ګټلې وه، خو لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هغه زیاته کړه، چې ملي لوبډله په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۵۰ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې د ۲۵‍۱ منډو هدف ورکړ.

 د افغانستان له لوري شهزاد محمدي او نجیب الله ځدران په زړه پورې لوبه وکړه، محمدي ۶۶ او نجیب ځدران ۵۹ منډې جوړې کړې. دغه راز جاوید احمدي ۲۹، سمیع الله شینواري ۲۴ او راشد خان ۱۸ منډې جوړې کړې.

هوتک وایي، چې د ایرلینډ لوبډله یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۴۹ اورونو کې په ۲۱۱ منډو وسوځېدله.

د افغانستان له لوري محمد نبي او راشد خان درې ، درې ، میرویس اشرف او دولت ځدران دوه لوبغاړي وسوځول.

ددواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه لوبه به د پنجشنبې په ورځ ترسره شی.

- - , .
.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 238 تاريخ : چهارشنبه 23 تير 1395 ساعت: 10:14