غني : پاکستان بايد له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې اساسي او سم تصميم ونيسي

ساخت وبلاگ

کابل(پژواک، ۲۲ چنګاښ۹۵): د امريکا د دفاع وزير، ترهګري د پاکستان لپاره هم ستر ګواښ بولي او وايي چې هېواد يې په هر ځاى کې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي او افغان ولسمشر وايي چې پاکستان بايد په دې برخه کې اساسي او سمه پرېکړه وکړي.

د امريکا د دفاع وزير اشتون کارتر نن کابل ته راغى او له ولسمشر محمد اشرف غني سره يې په ګډه خبري ناسته کې خبرې وکړې.

کارتر، د پاکستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې ترهګري که په پاکستان کې وي او يا هم بل ځاى، پر پاکستان اثر لري.

کارتر وويل:" موږ په دې باندې باوري يو چې ترهګري د پاکستان امنيت ته  تر ټولو ستر ګواښ  دى."

هغه وايي چې پاکستان ته يې ګاونډي هېوادونه ګواښ نه دي، بلکې ترهګري ورته ګواښ ده او د امريکا متحده ايالتونو له پاکستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کار کړی او کوي يې.

د ده په وينا، امريکا به په هر ځاى کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي.

هغه زياته کړه، امريکا له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري کوي.

کارتر د وارسا ناستې په اړه وويل:" د وارسا په ناسته کې موږ او زموږ متحدينو يو ځل بيا له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستو پر دوام او په دغه هېواد کې د ځواکونو پر پاتې کېدو ټينګار وکړ؛ دا د دې ښودنه کوي چې  موږ به  له افغانستان سره خپلو اوږد مهاله مرستو ته دوام ورکوو."

ده وويل چې  امريکا د افغان ځواکونو پر وړتياوو باور لري او دغه ځواکونه  د دې وړتيا لري چې خپله هېواد ته سوله او ټيکاو راولي.

د امريکا د دفاع وزير وايي چې افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قوماندان جان نېکولسن ته ډېر واکونه ورکړل شوي، ترڅو وکولای شي په ښه ډول له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په نننۍ خبري ناسته کې د پاکستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل  چې د افغانستان اړيکې له پاکستان  سره ترېنګلې شوې نه دي بلکې روښانه شوې دي.

هغه زياته کړه:" له پاکستان سره زموږ ستونزه د تعريف په اړه وه، زه چې پاکستان ته ولاړم په وضاحت سره مې اعلان وکړ چې نااعلان شوې جګړه ده او دوی (پاکستان) د دې چارچوب په اړه هېڅ پوښتنه ونه کړه."

ولسمشر وويل:" افغانستان د پاکستان له دولت سره نيکې اړيکې غواړي، څلور اړخېزې ناستې يو واضح فرصت وو چې مشکل تعريف شي، د دوی له پرېکړې سره سم د سوله غوښتونکو او جګړه غوښتونکو کسانو  تفکيک وشي. د پاکستان د دولت لاسليک شوې واضح ژمنه شتون لري چې د هغو کسانو پر وړاندې چې سوله نه غواړي، جګړې او تروريزم ته مخه کوي؛ بايد د يو دولت په توګه اقدام وکړي"

دی وايي، ترهګري ښه او بد نه لري او د دولتونو تر منځ اړيکې د نړيوالو قوانينو له مخې تنظيم کېږي، د څلور اړخيزو ناستو، مذاکراتو او ستراتيژيکو اړيکو پايله داده چې پاکستان بايد له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې اساسي او سم تصميم ونيسي.

غني وويل:"موږ بايد د تروريزم پر وړاندې په يوه صف کې ودرېږو، تروريزم يواځې افغانستان او پاکستان ته ګواښ نه دی، بلکې اسلامۍ نړي، د سيمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ دى،  هيله مند يم چې پاکستان په دې برخه کې سم تصميم ونيسي. موږ د وړو موضوعاتو په اړه بحث نه کوو، پر ډېر لويو مسئلو چې د اسلامي نړۍ، سيمې او ټولې نړۍ په  رفاه پورې تړاو لري، پر بحثونو بوخت يو."

همداراز ولسمشر غني په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د قربانيو او د وارسا په کنفرانس کې له افغانستان سره له مرستو مننه وکړه.   

غني، په افغانستان کې د اداري فساد  پر وړاندې پر مبارزه ټينګار وکړ او له افغانستان سره د نړيوالې تولنې د مرستو شويو پيسو د لګښت په اړه يې وويل :"هر ډالر، هره افغانۍ به په شفافه توګه حساب ورکول کېږي، موږ مصمم يو چې خپله برخه هم ډېره کړو او هغه امکانات چې له بهر څخه راځي په مطلق شفافيت سره به استعمالېږي، لکه څنګه چې ما وارسا کې وويل، موږ غواړو په شرايطو باندې مرستې وغواړو."

- - , .
.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 196 تاريخ : سه شنبه 22 تير 1395 ساعت: 23:28