له پاکستان څخه افغانستان ته د اوړو واردات کم شوي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٥): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي چې د بيې د لوړوالي او کيفيت د خرابوالي له امله له پاکستان نه افغانستان ته د اوړو په وارداتو کې د پام وړ کموالى راغلى دى.

يو شمېر پاکستانی رسنيو د راپورونو په خپرولو سره ادعا کړې چې افغان حکومت د هند د فشار له امله د پاکستان د يو ميليون ټنو اوړو قرارداد لغوه کړى دى.

يادو رسنيو ويلي چې افغانستان پر پاکستاني اوړو ماليات زيات کړي چې د افغان حکومت دا تصميم سره له دې چې افغانستان ته د پاکستاني اوړو د توريد د کمښت سبب شوى، په پاکستان کې يې د اوړو د پروسس او توليد ٨٠٠ کارخانې بندې کړې دي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي چې افغانستان له پاکستان سره د پاکستاني اوړو د توريد په برخه کې هېڅ کوم قرارداد نه و لاسليک کړى چې هغه دې لغوه کړي.

د يادې ادارې مرستيال خانجان الکوزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پخوا د اوړو زياته برخه له پاکستان نه افغانستان ته واردېده، خو په دې وروستيو کې له پاکستان نه افغانستان ته د اوړو واردات د څو لاملونو په سبب په زياته اندازه کم شوي دي.

هغه زياته کړه: ((پاکستاني اوړه د وزن د کموالي او بيې د لوړوالي تر څنګ، غوره کيفيت هم نه لري.))

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د دغه  لوړپوړي چارواکي د څرګندونو پر بنسټ، پاکستاني اوړه په هر ټن کې لس ډالره لوړېږي، په همدې سبب يې توريد تر ټولو ټيټې کچې ته کم شوى او اوسمهال له قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان څخه زيات اوړه را واردېږي.

الکوزى څرګنده کړه چې افغانستان هم د اوړو د پروسس کارخانې رامنځته کړې او اوسمهال د هېواد په څو زېرمو کې ميليونونه ټنه غنم شته چې له پروسس وروسته به ترې ګټه واخيستل شي.

- - , .
.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 188 تاريخ : سه شنبه 22 تير 1395 ساعت: 19:35