ننګرهار کې ۲۰۵ بې اسناد موټرسايکل او موټر نيول شوي

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۵): چارواکي وايي، د ننګرهار ځانګړې قطعې په جلال اباد ښار کې د پيل کړو عملياتو په ترڅ کې ۲۰۵ بې اسناده موټرسايکل او يو شمېر موټر نيول شوي دي.

د امنيتي ځواکونو دې ځانګړې قطعې تېر مازديګر په جلال اباد ښار کې خپل عمليات پيل کړل او تر اوسه دوام لري.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د چنګاښ په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد عمليات بريالي روان دي او ښې پايلې يې درلودلې دي.

مشرقيوال وايي: ((له څو ورځو  راهيسې تر نن پورې ۲۰۵ بې اسناده موټرسايکل او يو شمېر موټر نيول شوي، د يو شمېر موټرو له ښیښو تور فلمونه پاک شوي دي.))

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، تر دې وروسته به د بې اسنادو موټرو ګرځوونکو سره قانوني چلند کېږي او په ښار کې به د غير مسووله وسله والو مخه نيول کېږي.

د والي وياند وايي: ((د امنيتي ځواکونو ځانګړې قطعې په ښار کې جدي عمليات پيل کړي، د دې عملياتو د ښې اغېزې لپاره لومړی د ننګرهار والي او د ولايتي شورا رييس د خپلو موټرو ښيښې سپينې کړې.))

د جلال اباد ښار اوسېدونکي برهان الله پژواک اژانس ته وويل، دا عمليات بايد دوامداره شي چې له امله به يې په ښار کې د ډېرو پېښو مخه ونيول شي.

نوموړي له مرکزي حکومت هيله وکړه چې د دغه ولايت امنيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار چارواکي وايي چې پوليسو يې په تېرو دريو مياشتو کې ۲۶ کسان د انسان تښتونې او ۳۹ د غلاوو په تور نيولي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال قدرت الله عزبزي ويلي، نيول شوي کسان يې څارنوالۍ ته معرفي شوي او له نور څېړنې روانې دي.

- - , .
.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 208 تاريخ : سه شنبه 22 تير 1395 ساعت: 17:31