جلال اباد(پژواک،۲۰ چنګاښ۹۵): چارواکي وايي، د ننګرهار په اچين او کوټ ولسواليو کې د هوايي او توپچي بريدونو پر مهال پنځه پاکستاني طالبان او اووه داعش وژل شوي او دوه داعش وسله وال ټپيان دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د چنګاښ په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د اچين مامندو سيمه کې بريدونه کړي.
مشرقيوال وايي: (( په دې بريدونو کې د څلور بهرنيانو په ګډون پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.))
اخوا بيا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، په ياد بريدونو کې وژل شوي پنځه وسله وال، پاکستاني طالبان دي.
د والي وياند وايي، په دې بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي نورخان پژواک ته وويل، تېره شپه د مامندو اړوند د باندر او للمې په سيمو کې بې پيلوټه الوتکې بريدونه کړي دي.
د نوموړي په وينا، د دې بريدونو له امله د اوښتو تلفاتو په تړاو معلومات نه لري؛ خو يادونه کوي چې په يادو سيمو کې د داعش وسله والو نفوذ ډېر دی او وخت ناوخته پرې هوايي بريدونه کېږي.
د يوه بل خبر له مخې چارواکي وايي چې د کوټ ولسوالۍ د لاغرجو په سيمه کې د توپچي بريدونو په ترځ کې د داعش اووه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن شيرين اغا فقيري پژواک اژانس ته وويل، د کوټ په ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د شاهين ۱۸ عملياتو په ترڅ کې د لاغروجو په سيمه کې توپچي بريدونه شوي دي.
فقيري وايي: (( په دې بريدونه کې د داعش اووه وسله وال وژل شوي او دوه ټپيان دي، همدا شان د دوی يوه اندازه وسلې هم له منځه تللې دي.))
د ده په خبره، په کوټ کې دا پيل شوي عمليات بريالي روان دي او ډېر سيمې په کې د وسله والو له نفوذه پاکې شوې دي.
طالب او داعش وسله والو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 198 تاريخ : يکشنبه 20 تير 1395 ساعت: 14:36