جنرال رازق: په سوېل کې جګړه لشکرطيبه او القاعده رهبري کوي

ساخت وبلاگ

کندهار (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٥): د کندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چې په سوېل کې د جګړې رهبري لشکر طيبه او د القاعده ډلې کوي او له مخالفينو سره سوله خوب او خيال دى.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، له مخالفينو سره د سولې هڅې د وخت ضياع او د ولس تېر ايستل دي.

د ده په باور، له مخالفينو سره ځکه سوله خوب او خيال دى چې د نظام له مسوولينو يې لومړنۍ غوښتنه دا ده چې له حکومت څخه دې لاس واخلي، خو دا غوښتنه په هيڅ ډول د منلو نه ده.

دى وايي: ((دا د نړۍ هيڅ منطق او اصول نه مني چې د دوى په غوښتنه دې موجوده نظام ړنګ شي او بيا دې د دوى په خوښه بل نظام جوړ شي.))

د نوموړي په وينا، دا په اصل کې د پاکستان او پرديو ايجنسيو شرطونه دي چې د دوى له خولې يې وړاندې کوي.

نوموړى زياتوي، له وسله والو سره د سولې لپاره که د هېواد مخکني مشرتابه هڅې کولې او يا يې اوسنى مشرتابه کوي، يوازې د وخت ضايع کول او بې ځايه تمه ده.

جنرال رازق زياته کړه: ((موږ په دې توګه هم خپل ځانونه تېر باسو او هم ولس.))

هغه يادونه وکړه، که مخالفينو سوله غوښتلاى نو په دوى کې تر ملا اختر محمد منصور بل د سولې سړى نه و، ځکه هغه نه يوازې په سياست کې ښکېل و بلکې تجارت پېشه هم و او په دې لړ کې يې سعودي، متحده عربي امارات، اروپا او نور هېوادونه ليدلي وو.

دى وايي، دا چې دغسې يوه کس هم سولې ته غاړه نه ايښودله، نو د دې ډلې نور مشران خو يې بېخي نه ږدي.

امنيه قومندان پر دې باور دى چې په هېواد کې د ډاډمنې سولې او ثبات د راتلو تر ټولو ښه لار دا ده چې مخور او سپين ږيري د کلو او بانډو ځوانان د روانې جګړې له ماهيته خبر کړي، د ځان او نورو له وژلو يې راوګرځوي.

نوموړي د مخالفينو د هغو مشرانو په خلاف په پرېکنده جګړې ټينګار وکړ چې له پنجاب سره دي او د جهاد په نوم د نورو د ګټو لپاره د دې هېواد ځوانان وژني.

دى وايي، ملا عمر، ملا منصور، ملا ذاکر، ملا هبت الله، سراج حقاني او د مخالفينو لسګونو نورو مشرانو په تېره يوه نيمه لسيزه کې تر ١٠٠ زره ډېر افغانان وژلي او ټپيان کړي او دغه راز يې شاوخوا ١٠ زره بهرنيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ده په وينا، له مخالفينو سره له دې امله هم سوله ممکنه نه ده چې هيڅوک هم د دومره درنې مرګ ژوبلې د يادو شوو عاملينو د بخښلو واک او صلاحيت نه لري.

نوموړي زياته کړه: ((د يوې شېبې لپاره به ومنو چې د افغانانو مرګ ژوبله ورته وبخښل شوه، ځکه هغوى خو پر هر بازار خرڅېږي، خو د بهرنيانو مرګ ژوبله به څوک ور وبخښي او يا څوک به دا واک او صلاحيت ولري.))

جنرال رازق د حکومت او حزب اسلامي د سولې د مذاکراتو په تړاو وويل، د حزب اسلامي ډېر غړي له پخوا څخه په دولت کې شته، که د دغې ډلې مشر او نور غړي راځي او له جګړې لاس اخلي نو دا د وطن په خير ده.

هغه د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار څخه وغوښتل چې د خلکو د يوه رهبر په توګه دې د امنيتي سرتېرو د وژلو د فتوا پر ځاى هغوى ته دا وښيي چې څنګه کولاى شي له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.

د کندهار امنيه قوماندان د مرکې په يوه برخه کې د کندهار د امنيتي وضعيت په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې په دې ولايت کې د تېر په پرتله د وسله والو بريدونو زور اخيستى دى.

ده زياته کړه: ((د کندهار په هغو ولسواليو کې چې هلمند، اروزګان، زابل او ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي، هره ورځ په کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړې کېږي، په هرو دوولسو ساعتونو کې يا خو امنيتي ځواکونه په عملياتو بوخت وي او يا د وسله والو د بريدونو پر مهال له هغوى سره په جګړه بوخت وي.))

د ده په خبره، د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته په طالبانو کې اختلافات نور هم ډېر شوي، هغوى د ملا اختر منصور، ملا هبت الله، سراج حقاني، د ملا عمر د زوى ملا يعقوب او ملا محمد رسول په ډلو سره وېشل شوي دي.

امنيه قومندان وايي، اصلاً جګړه پاکستان تونده کړې او دا هڅه يې د دې لپاره ده چې په دې ډله کې پيدا شوي اختلافات له منځه يوسي او نوى ټاکل شوى مشر ملا هبت الله د يوه ښه مشر په توګه مطرح کړي.

ده زياته کړه: ((په سوېل کې د جګړې ټوله رهبري د "لشکر طيبه" او "القاعده براى اسيا" ډلې کوي او سيمه ييز طالبان يې د راه بلد په توګه کار کوي.))

نوموړى په دې باور دى ، د القاعدې په نوم ډله په اصل کې د لشکر طيبه جلا شوې ډله ده او پاکستان د دې لپاره جلا کړې چې وښيي القاعده په دې هېواد کې نه، بلکې په افغانستان کې ده.

خو ده يادونه وکړه چې د دې ډلې مشر ايمن الظواهري همدا اوس هم د پاکستان په کراچۍ کې اوسي او د ده معلومات ښيي چې ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو درې اوونۍ وړاندې همالته له يو بل سره ليدنه هم کړې وه.

دى وايي، پاکستان څو کاله پر له پسې القاعده د طالب په نوم د وزيرستان په پښتنو ور وتپل او په دې توګه يې دغه سيمه هم په خپله او هم په نړۍ وټکوله، خو اوس يې بيا پلان دا دى چې د القاعدې په نوم جګړه پر کندهار، هلمند، زابل او غزني ور وتپي.

ده وويل، په بېلابېلو سيمو کې د مخالفينو د ليکو پر هر پنځوس او سلو تنو کې دوه او درې پنجابيان شته، دغه راز د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې بيا د لسګونو پنجابي جګړه مارو په ليکو کې يو يا دوه عرب هم شته.

جنرال رازق د دې تر څنګ يوه بله يادونه دا هم وکړه چې مخالفينو د جګړې د شدت لپاره پرمختللې وسلې (سنايپر) هم تر لاسه کړي چې مخکې يې نه لرل.

د ده په خبره، دغه وسله له دوربين سره يو ځاى له ٣٥ تر ٤٠ زره ډالره بيه لري چې د جګړې پر مهال يې پنجابيان ورته چلوي.

نوموړي وويل، مخالفينو دغه وسله د پاکستان په مرسته تر لاسه کړې ده.

خو هغه ډاډ ورکړ چې په کندهار کې د امنيتي ځواکونو حالت ډېر ښه دى، د وسلو او اکمالاتو په برخه کې د پخوا په څېر ستونزې نشته، خو په ځينو ولسواليو کې د تشکيل د کمښت ستونزه شته، خو دوى د جګړې او عملياتو پر مهال دغه تشکيل له هغو ولسواليو پوره کوي چې تشکيل يې ډېر دى.

د ده په وينا، امنيتي ځواکونه به په هر حالت کې د خپلو خلکو او خاورې دفاع او ساتنه کوي او مخالفينو ته به موقع نه ورکوي چې حالات خراب کړي.

د کندهار امنيه قومندان پر ډيورنډ کرښه وخت په وخت د پاکستان له خوا د تاسيساتو د جوړولو په اړه وويل چې دغه هېواد نه شي کولاى په دغه راز هڅو ډيورنډ کرښه رسمي کړي.

د ده په خبره، که اړتيا پېښه شي نو افغان ولس به د خپلې خاورې د ساتنې په لړ کې د پنجابيانو په خلاف داسې وجنګېږي لکه د روسانو په خلاف چې جنګېدلي وو.

دى وايي په دې برخه کې د ولس اراده يوه او يووالى يې ډېر محکم او ټينګ دى.

نوموړي د دې مرکې په لړ کې د يوې پوښتنې په ځواب کې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د کورنيو چارو له وزير يې اختلاف پيدا شوى او هغه يې له دندې د ليرې کولو هڅه کوي.

ده وويل، د کورنيو چارو له وزير سره له تېرو څو کلونو راهيسې ښې اړيکې لري او تر منځ يې کومه ستونزه نشته.

 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 429 تاريخ : يکشنبه 20 تير 1395 ساعت: 13:23