"له افغان امنيتي ځواکونو سره د ناټو تازه مرستې هيله بښونکې دي"

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٥): د پوځي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، له افغان امنيتي ځواکونو سره هر کال د پنځه ميليارده ډالره مرستې ژمنه کول هيله بښونکي دي او افغانانو ته د خپل راتلونکي په اړه هيله ورکوي.

دغه نوې مالي مرسته نن د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د ناټو سرمشريزې د دوهمې ورځې له ناستې وروسته اعلان شوه. د شمالي اتلانتيک تړون (ناټو) عمومي سرمنشي ينس اشتولتنبرګ وويل، د ناټو غړو هېوادونو ژمنه کړې چې تر راتلونکي ٢٠٢٠ زېږديز کال پورې هر کال له افغانستان سره د افغان امنيتي ځواکونو د لګښتونو پوره کولو لپاره مرسته کوي او  دغه راز د يوه راتلونکي کال (٢٠١٧) لپاره د دغه سازمان ماموريت وغځول شو.

د پوځي چارو کارپوه جاوېد کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وويل، د وارسا په ناسته کې د ناټو غړو هېوادونو نوې ژمنه په داسې حال کې شوې چې افغانستان له سياسي اړخه له ډېرو ستونزو سره مخامخ دى او دغه راز يې امنيتي وضعيت هم د اندېښنې وړ دى.

هغه زياته کړه: "د افغانستان امنيتي ځواکونه ډېرو تجهيزاتو او د نړيوالو سلا او سنبالښت ملاتړ ته اړتيا لري او پر دې سربېره هغو کړکېچونو ته په پام سره چې په سيمه کې موجود دي او د طالبانو، داعش، القاعده او نورې ترهګريزې ډلې چې دلته فعاله دي، دغه مرستې يې په وړاندې ډېرې اغېزناکې دي."

د کوهستاني په وينا، له افغان حکومت څخه په ځانګړي ډول امنيتي برخه کې د ناټو سازمان پرېکنده ملاتړ او همکاري د افغانستان په نظام کې هيلې ډېرولى شي او هغه اندېښنې او ګواښونه چې د افغانستان د راتلونکي په اړه موجودې دي، راکمې کېږي.

د پوځي چارو ياد کارپوه وويل: "ژمنه شوې مرستې په افغانستان کې د بهرنيو او کورنيو پانګه والو باور زياتوي او له هېواد څخه د ځوانانو له تېښتې مخنيوى کوي، چې دا يو مثبت ګام دى چې د افغانستان راتلونکي سره مرسته کولى شي."

پر دې سربېره د جاوېد کوهستاني په باور: "په جګړه ييزو او هوايي او ځانګړو عملياتو کې د بهرنيو ځواکونو ګډون، افغان امنيتي ځواکونو ته د پرمختللو پوځي تجهيزاتو ورکړه کولى شي چې د ترهګريزو ډلو لکه داعش، القاعده او طالبانو په له منځه وړلو کې اغېزناکه تمامه شي او دغه راز د هېواد د امنيتي ځواکونو پر پر روحيې ډېر اغېز پرېباسي."

يوه بل کارپوه عبدالهادي خالد وويل، له افغان امنيتي ځواکونو سره د ناټو غړو هېوادونو نوې مرسته هيله بښونکې ده او راتلونکي ته هيله وربښي.

خالد زياته کړه: "دغه راز ياده مالي مرسته کولى د ترهګرو ملاتړ کوونکو ته دا پيغام ورکوي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي او د مصلحت او افغانانو سره د جوړښت له لارې معاملې ته کېني."

له افغان امنيتي ځواکونو سره د ناټو يادو مالي ژمنو په اړه دغه هيلې په داسې حال کې څرګنديږي چې د ياد سازمان سرمنشي هم په دغه غونډه کې وويل چې د افغانستان امنيتي ستونزې درک کوي او نړيواله ټولنه دې ته انتظار نه باسي چې د افغانستان ستونزې به په ټوليز په لنډ مهال کې حل شي، خو په منځمهال او اوږدمهال کې ورته هيله من دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 189 تاريخ : يکشنبه 20 تير 1395 ساعت: 0:22