وارسا (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٥) : د ناټو سازمان د سرمشريزې غونډې لخوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې له افغانستان سره د اوږود مهاله امنيتي ، سياسي او اقتصادي همکاريو ژمنې شوې دي.
د پولينډ په پلازمېنه وارسا کې د ناټو د سرمشريزې غونډې په دويمه ورځ د چنګاښ په ١٩مه، د افغانستان په اړه تر ځانګړې غونډې وروسته په ١١ مادو کې دا ګډه اعلاميه خپره شوې ده.
١: د ناټو سازمان غړو او متحد هېوادونو د دولتونو او حکومتونو مشرانو د افغانستان د ملي يووالي حکومت د ولسمشر او اجراييوي رييس سره په ګډه نن ځانګړې غونډه کې وکړه او په افغانستان کې د اوږود مهاله ثبات او امنيت راوستلو لپاره ژمنې وشوې.
٢ : موږ په دې غونډه کې د ټولو غړو هېوادونو ، د ناټو د روزنې ماموريت د افغان ملي ځواکونو د هغو هڅو ستاينه وکړه چې په افغانستان کې د ثبات لپاره هڅه کوي او په دې برخه کې يې خپل سرتېري قربان کړي دي.
٣ : افغانستان په يواځې نه پرېښودل کېږي ، له نړيوالې ټولنې سره په ګډه زموږ موخه داده چې افغانستان به يو ځل بيا د ترهګرو پر خوندي ځالې نه بدلېږي ، چې زموږ امنيت له ګواښ سره مخامخ کړي . افغانستان به خپل امنيت، حکومتداري، اقتصاد او ټولنيز پرمختګ ته ادامه ورکوي ، د بشري حقوقو، ښځو او ماشومانو حقوق به خوندي کوي.
٤: د وارسا تر سرمشريزې پورې افغانستان د نړيوالې ټولنې په همکارۍ په بېلا بېلو برخو کې لکه، ښوونه او روزنه، عامې روغتيا ، ديموکراسۍ، بشري حقوقو، ښځو حقوقو، د بيان ازادۍ او نورو برخو کې پرمختګونه کړي ، خو اوس هم دغه هېواد له ګڼ شمېر ننګونو سره مخامخ دى ، په ګډه سره به له دې ننګونو سره مقابله کوو، څو شته خاليګاوې ډکې او ترلاسه شوې لاسته راوړنې وساتل شي. د ټاکنيزو اصلاحاتو، د ښځو پياوړي کولو، د کار زمينې برابرولو او اقتصادي زمينو برابرولو په برخو کې بايد ډېر کار وشي، څو له هېواد څخه د خلکو د تېښتې مخه هم ونيسي.
٥ : له جنورۍ ٢٠١٥ زېږديز کال راهيسې چې افغان ملي دفاعي ځواکونو د خپل هېواد ټول امنيتي مسووليت پر غاړه اخيستى، د ناټو د (غوڅ ملاتړ) په نامه د روزنې ماموريت د افغان ځواکونو د روزنې ، مشورې او همکارۍ ماموريت ته ادامه ورکوي ، ناټو او نړيواله ټولنه هڅه کوي چې افغان ځواکونه ښه روزنه ترلاسه کړي او مجهز شي . افغان ځواکونه په دوامداره توګه د پرمختګ په حال کې دي او په ميړانې له ننګونو سره مقابله کوي .
٦ : ناټو او متحدينو يې نن تر ٢٠١٦ کال وروسته هم د روزنې ماموريت ته د ادامې ورکولو پرېکړه وکړه، ددې پرېکړې له مخې، افغان پوځ، ملي پوليس او هوايي ځواکونو ته به په بېلا بېلو برخو کې روزنه ورکول کېږي ، ددې ترڅنګ به ددې ماموريت ارزونو ته هم ادامه ورکوو. موږ به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ او له افغان دولت سره اوږودمهاله سياسي همکاريو ته هم ادامه ورکوو.
٧ : په دې غونډه کې د افغانستان حکومت ژمنه وکړه چې د نړيوالې ټولنې او ناټو په همکارۍ به د افغانستان ملي امنيتي ادارې پياوړې کوي، د امنيتي ادارو د مشرتابه مهارتونه به لوړوي څو دا ثابته شي چې دوى خپل ولس ته د امنيت راوستلو وړتيا لري ، بشري حقوقو ته درناوى ولري او د افغانستان د اساسي او نورو نافذه قوانينو په رڼا کې فعاليت کوي. افغان لوري دا ژمنه هم وکړه، چې د ناټو د شيکاګو سرمشريزې غونډې له پرېکړو سره سم به خپل عايد له زياتېدو سره د افغان ملي ځواکونو په مالي برخه کې خپله برخه ډېروي او تر ٢٠٢٤ د بدلون تر لسيزې پورې به ټول مالي مسووليتونه پر غاړه اخلي. دغه راز اصلاحاتو ته به ادامه ورکوي، د فساد جرړې به اوباسي ، احتساب ته به تېزوالى ورکوي او اقتصادي پرمختګ به تېزوي.
اوسنۍ لاسته راوړنې به ساتل کېږي، په حکومتي ملکي او نظامي ادارو کې د ښځو ونډه زياتوي او د افغانستان ملي عملياتي پلان به تطبيقوي . دغه راز افغان حکومت به ماشومانو له نظامي ليکو څخه ژغوري او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو ټول تړونونه پلي کوي.
٨ : افغانستان ته د ښه ګاونډي توب اړيکې او سيمه ييزې همکارۍ اړينې دي موږ د افغانستان په اړه د استانبول دپروسې هرکلى کوو ، با ثباته او پر امنه افغانستان د سيمې په ګټه بولو.
٩ : موږ يو ځل بيا تکرارو چې د افغانانو پر مشرۍ د افغانانو لخوا داساسي قانون له مخې د سولې د پروسې ملاتړ کوو، چې په کې د بشري حقوقو او ښځو حقوقو ته درناوى شوى وي ، يوه داسې د سولې پروسه چې د افغانستان شخړې ته دپاى ټکى کېږدي.
١٠: ناټو له نړيوالې ټولنې سره يو ځاى د افغانستان په اړه په راتلونکې اکتوبر مياشت کې د بروکسل د کنفرانس ملاتړ کوي.
١١ : زموږ دنده پاى ته نه ده رسېدلې، موږ د يو با امنه او با ثباته افغانستان لپاره ژمن او متحد يو .
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 192 تاريخ : شنبه 19 تير 1395 ساعت: 21:25