ولسمشر او اجراییوی رییس د ناټو په سرمشریزه ناسته کې د ګډون موخه وارسا ته روان شول

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۵): ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییوی رییس ډاکټر د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ دناټو د وارسا په سرمشریزه ناسته کې د ګډون په موخه  د پولنډ پلازمینې وارسا ته روان شو.

له ارګ نه په یوه خپره شوی خبر پاڼه کی راغلی، چی  ولسمشر به  په دې سفر کې د وارسا ناسته کې وینا وکړي او د بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول له ترهګري سره د مبارزې په هکله به د افغانستان لیدلوری بیان کړي. همدارنګه به جمهور رئیس د دې ناستې په څنډه کې د ناټو غړو هېوادونو مشرانو او لوړ پوړو مقاماتو سره جلا کتنې ولري.

ولسمشر سره په دغه سفر کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، دبهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي دفاع وزیر ډګرجنرال عبدالله حبیبي، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزیره سلامت عظیمي، په زیربنايي چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، د جمهوري ریاست د چارو د ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د جمهور رئیس ستر سلاکار نادر نادري او د جمهور رئیس ویاند محمد هارون چخانسوري ملګرتیا کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 180 تاريخ : جمعه 18 تير 1395 ساعت: 1:46