لاريون کوونکي: په امنيتي بنسټونو کې بايد د وړتيا اصل پام کې ونيول شي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٥): يو شمېر مدني فعالانو، کابل کې د ملي پوليسو پر کاروان د خونړي بريد په اعتراض کې عدلي او قضايي بنسټونو ته د غفلت کوونکو چارواکو د ورپېژندنې او دغه راز د قربانيانو له کورنيو سره د مرستې غوښتنه وکړه.

دغه مدني فعالان چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسېده، د اعتراض ترڅنګ د کابل وروستۍ پېښې قربانيانو ته د عدالت غوښتنې په موخه د تحصن خېمه وهلې او وايي چې په امنيتي سکتور کې بايد کسان د وړتيا پر بنسټ وګومارل شي او هغه کسان چې له وسله والو مخالفينو سره همکاري کوي، وپېژندل شي.

 يوه مدني فعال فهيم کوهدامني د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت يو شمېر چارواکي له وسله والو مخالفينو سره په لاس لرلو تورن کړل او ويې ويل، د امنيتي ځواکونو په منځ کې داسې کسان شته چې ورور او يا د ترونو زامن يې له وسله والو مخالفينو سره لاس لري او له وسله والو سره به د هغوى همکاري له امکانه لرې نه وي.

 هغه له حکومته وغوښتل چې افغان ځواکونه د وسله والو مخالفينو له خپلوانو پاک کړي، څو په هېواد کې دايمي سوله او ثبات ټينګ شي.

 يوه بل مدني فعال سميع دره يي چې په ياده اعتراضيه غونډه کې يې ګډون درلود، وويل چې د خلکو خوشحالۍ هره ورځ د حکومت د پوچو سياستونو له امله تر خاورو لاندې کېږي او په اوښکو او غم بدليږي، چې حکومت بايد ټينګ امنيت ونيسي.

 سيد نذير چې په دغه وروستۍ پېښه کې يې يو ورور وژل شوى او دوه نور ټپيان دي، ادعا وکړه چې په دغه پېښه کې د پوليسو يو شمېر چارواکي لاس لري.

 هغه زياته کړه: "محصلين د چهارشنبې په ورځ رخصتېدل، خو د اکاډمۍ قوماندان دوى يوه ورځ وروسته (پنجشنبې) فارغ کړل چې موټر يې ٢٠ دقيقې په قراول کې ودرول او ملکيان يې په کې وخېژول."

 نوموړي له چارواکو وغوښتل چې په دې اړه غفلت کوونکي بايد د قانون منګولو ته وسپاري او له دوى سره قانوني چلند وکړي.

 په هغه پرېکړه ليک چې د يادو اعتراض کوونکو له لوري صادر شوى راغلي، چې حکومت بايد د وروستيو ټپيانو درملنه د هېواد په داخل او له هېواده بهر وکړي ، ژر تر ژر د يادې پېښې له قربانيانو سره مالي مرستې وکړي او د قرباني د کورنۍ يو- يو غړى په دنده وګوماري.

 د پرېکړه ليک په بله برخه کې له حکومته غوښتنه شوې چې له ځنډ پرته ټول هغه چارواکي چې په دغه برخه کې يې بې غوري کړې، له پېژندنې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

 پر دې سربېره ويل شوي چې افغان حکومت بايد د مکافاتو او مجازاتو اصل رعايت کړي او په امنيتي سکتورونو کې د وړتيا اصل په جدي توګه په پام کې ونيول شي.

 اعتراض کوونکو ګواښ وکړ چې که  د دوى يادو غوښتنو ته د درېيو ورځو په ترڅ کې لاسرسى ونه شي نو په هېواد کې به پراخ  لاريونونه ترسره کړي.

پنځه ورځې وړاندې د پوليسو اکاډمۍ د نوو فارغ شوو پوليسو د کاروان پنځه موټر چې دغه کسان يې له ميدان وردګو څخه کابل ته رالېږدول، د لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو له بريد سره مخ شول؛ چې په پايله کې يې ٣٢ پوليس ووژل شول او ٧٩ نور ټپيان شول.

 د ياد بريد په اړه د حقيقت موندونکي پلاوي له راپور وروسته د کورنيو چارو وزير د ملي پوليسو د ١٠ لوړ پوړو چارواکو دنده وځنډوله.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 212 تاريخ : سه شنبه 15 تير 1395 ساعت: 18:19