اتمر: داعش په پاکستان کې له خوندي پټنځايونو تمويلېږي

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۵): د ملي امنيت سلاکار وايي چې داعش وسله وال په پاکستان کې خوندي پټنځايونه لري او  له همغو ځايونو تمويلېږي.

حنيف اتمر د چنګاښ په ۹مه، جلال اباد ته د کوټ ولسوالۍ د پېښې د څېړلو لپاره سفر کې وويل، چې داعشيان له هغو ځايونو تمويلېږي، چې دا ۱۵ کاله راهيسې ترې نورې وسله والې ډلې تمويلېږي.

هغه داعش ته په اشارې وويل: ((دوی له پاکستانه راغلي، اکثره يې د دغه هېواد اسناد لري، يو شمېر ورسره د مرکزي اسيا او خليج نه يو ځای شوي تروريستان هم ملګري دي او هملته يې پټنځايونه دي.))

د ملي امنيت سلاکار وايي: ((هغه هېوادونه چې د داعش وسله والو تر شا دي، اخطار ورکول کېږي، دا اور چې تاسو بل کړى، ستاسو لمنې ته به در ورسېږي.))

د ده په ټکو، ولسمشر غني د داعش وسله والو پر ضد د جدي مبارزې پرېکنده امر کړی او پر ضد به يې د افغان ځواکونو ځمکني او هوايي عمليات دوام ولري.

د حکومت دغه چارواکي د کوټ په جګړه کې د افغان سرتېرو د جګړې ستاينه وکړه او هممهال يې اعلان وکړ، چې د وسله والو پر ضد به نوې جنګي تګلاره عملي شي.

هغه ياده پلي کېدونکې جنګي تګلاره تشريح نه کړه؛ خو دا يادونه يې هم وکړه، چې بهرني سرتېري به په افغانستان کې د بهرنيو ترهګرو پر ضد هوايي بريدونه ډېر کړي.

اتمر وويل، په نږدې راتلوونکي کې به د روسيې هېواد ته په سفر کې يو ځل بيا د سيمې پر هېوادونو غږ وکړي، څو د وسله والو پر ضد مبارزه کې جدي شي.

دى وايي: ((افغان حکومت به ټولې هغه سيمې په نښه کړي، چې داعش ورته د ډيورنډ له کرښې دېخوا د جګړې لپاره را اوړي، په نورستان او کونړ کې  هم ځينې تحرکات ليدل شوي چې ډېر ژر به يې پر ضد اقدام وشي.))

د حکومت دې جګپوړي چارواکي وويل: ((موږ پر دښمن په محاربه کې مخکې يو او هغوى په تېښته دي؛ خو په رواني جګړه کې هغوى زموږ ولسونو ته ناسم معلومات رسوي او دروغ وايي.))

ده د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ويل کېږي تورخم کې پاکستاني پوځيانو تاسيسات پيل کړي او د کونړ په ځينو سيمو کې مخکې راغلي، وويل: ((پاکستان په تېرو ۴۰ کلونو کې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې مخکې راغلی، موږ ورته ويلي، هېڅ افغان به د دې لعنتي کرښې پر سر ورسره هوکړه ونه کړي، موږ اجازه نه ورکوو څو صفري نقطو کې تاسيسات جوړ شي، دا خبره په تورخم کې نه اورېدل کېده چې مسئله نظامي ځواک ته ووتله.))

اتمر د حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د خبرو د ناکامه کېدو په تړاو خپاره شوي راپورونه بې بنسټه ووبلل او يادونه يې وکړه، يادې خبرې وروستي پړاو ته نږدې شوې دي.

په دې خبري کنفرانس کې د ننګرهار والي وويل، د کوټ قومي مشرانو د اتمر په مشرۍ له پلاوي سره وليدل او خپلې مشورې يې ورسره شريکې کړې.

ده زياته کړه، د کوټ ډېرې سيمې له داعش وسله والو بېرته نيول شوي او د جګړې له وېرې له ملکي بېځايه شوو کورنيو سره د مرستو لړۍ روانې دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 190 تاريخ : چهارشنبه 9 تير 1395 ساعت: 20:23