جاپان له افغانستان سره په انکشافي او زراعتي برخو کې د مرستو د دوام ژمنه وکړه

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٥): د جاپان سفير له افغانستان سره په انکشافي او زراعتي برنامو کې د مرستو د دوام او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوي استازي د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ د مناسباتو د لا پراخېدو خبر ورکړ.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د جاپان سفیر هیروشي تاکاهاشي سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د هېواد ولسمشر په بېلابېلو په ځانګړي ډول انکشافي، ښارجوړونې، کرنې اوبو لګولو او د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر د بیارغونې او افغان محصلینو ته د بورسونو د وېشلو په برخو کې  له افغانستان سره د جاپان دمرستو او ملاتړ له امله، مننه وکړه.

ده وویل، حکومت په پراختیايي برخو په ځانګړي ډول د ښار جوړونې، کابل ښاروالۍ او ښار جوړولو وزارت کې د هر اړخیزو اصلاحاتو په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې، چې د پلازمېنې زون  انکشافي ادارې له جوړېدو سره په دغه برخه کې کارونه چټک او په ښاري پراختیايي برنامو تمرکز لا پسې ډېر شوی دی.

هغه څرګنده کړه، په باریک آب سیمه کې به په دولتي بوديجه لومړنی کرنیز صنعتي ښارګوټی جوړ شي. نوموړي هیله وښوده چې له افغانستان سره د جاپان تخنیکي او انکشافي مرستې او همکارۍ دې په ځانګړي ډول زراعتي او ښارجوړولو برخو کې دوام پیدا کړي.

ورپسې د جاپان سفیر زراعتي او انکشافي برنامو ته د ولسمشر له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او ويې ویل، هېواد به یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړې ډول انکشافي او زراعتي برنامو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د جاپان سفیر وویل، هغه افغان محصلینو چې په جاپان کې تحصیل کړی دی، کولای شي چې د لازم تخصص لرلو له امله  د افغانستان د بیا جوړونې او انکشافي برخو کې ګټوره ونډه واخلي.

هغه یو ځل بیا جمهور رئیس ته د محصلینو لپاره د تحصیلي بورسونو د ځانګړي کولو په برخه کې د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.

د يوه بل خبر له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي نیکولاس هیسم سره چې ماموریت یې پای ته رسېدلی،  د مخه‌ ښې کتنه وکړه.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، ولسمشر له افغانستان سره د مرستو او ملاتړ له امله د نیکولای هیسم او په مجموع کې د ملګرو ملتونو د هڅو مننه وکړه. 

ورپسې نیکولاس هیسم په افغانستان کې د خپل ماموریت له دورې خوښي وښوده او د افغانستان حکومت له ملاتړ او همکارۍ یې مننه وکړه.

غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوي استازي تادامیچي یوماموتو ته چې په دغه کتنه کې يې حضور درلود، ښه راغلاست ووایه او د حکومت د همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

ورپسې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوي استازي د خپل ماموریت په پیلولو خوښې څرګنده کړه او ويې ویل، د خپل ماموریت پر مهال به هڅه وکړي چې د ملګرو ملتونوسازمان او افغانستان ترمنځ مناسبات لا پياوړي شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 196 تاريخ : سه شنبه 8 تير 1395 ساعت: 20:16