د امريکا نړيواله پراختيايي اداره ٦،٢ ميليونه ډالره له پوهنې وزارت څخه بېرته راګرځوي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک،٧ چنګاښ ٩٥): د هېواد پوهنې وزارت وايي چې د امريکا پراختيايي ادارې د يو مکتوب په استولو سره ويلي دي چې د " سولې لپاره د کار پروګرام" په برخه کې ٦،٢ ميليونه ځانګړې شوې ډالر بېرته ستنوي؛ خو د پوهنې وزارت دا موضوع نه ده منلې، په نورو برخو کې يې د لګولو غوښتنه کړې ده.

د ١٣٩٢ کال په نيمايي کې د امريکا متحده ايالاتو نړيوالې پراختيايي ادارې ژمنه کړې وه څو ٣٠ ميليونه ډالره په نيغ ډول له پوهنې وزارت سره مرسته وکړي چې له پرمټ يې د بشري ځواک پروګرام پراختيا لپاره دا وزارت د ١٣٩٥ کال وري تر مياشتې وکولى شي روزنيز پروګرامونه طرحه او تړون دې  لاسليک کړي چې د افغانستان اوسني کار بازار ته ځواب ووايي.

راپورونه رسوي چې له هغه مهال څخه تر پنځه مياشتې وړاندې، پوهنې وزارت له يادو پيسو څخه يو ميليون او ٤٠٠ زره لګولې وې او د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې د ١٣٩٤ کال مرغومې مياشتې لومړيو کې ،د افغانستان  د بشري ځواک پراختيايي پروګرام  له  مستقيمې او اختياري بوديجې نه د يادو پيسو له جملې څخه ١٨،٥ ميليونه ډالر بېرته واېستل.

پوهنې وزارت کې يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخې د بې کفايتي، ناسم مديريت، د تړون خلاف کړنو له امله، د امريکا متحد ايالاتو نړيوالې پراختيايي ادارې په لومړي ځل د تېرکال مرغومې مياشت کې ١٨،٥ ميليونه ډالر بېرته وګرځول او اوسمهال د ٢٠١٦ کال جون مياشت کې ٦،٢ ميليونه ډالر بېرته واخيستل.

سرچينې زياته کړې ده چې د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې سره د سمو اړيکو نشتون ددې لامل شو چې ياده اداره کابو خپلې ټولې ژمنې بېرته واخلي.

نوموړي زياته کړه :"  له کله چې  جناب اسدالله حنيف بلخي د پوهنې وزير په توګه ګومارل شوى دى، د پيل له ورځې راهيسې د مالي مرسته کوونکو او دې وزارت تر منځ اړيکې پيکه شوي دي."

خو د پوهنې وزير وياند مجيب مهرداد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې(USAIDinfo-icon) له لوري د ٦،٢ ميليون ډالرو بېرته ګرځولو په تړاو دې وزارت ته مکتوب رارسېدلى دى؛ خو دا موضوع تر اوسه نهايي شوې نه ده او خبرې اترې روانې دي.

نوموړي ددې مطلب په څرګندولو چې د بېرته ګرځول شوو پيسو په اړه څه نه شي ويلى، زياته يې کړه :" کوم څه چې ښکاره دي هغه دا چې مکتوب راغلى که دا اندازه پيسې نه شي لګولى، موږ غواړو بېرته يې ورګرځو ؛ خو وزارت  مکتوب نه دى منلى او ويلي يې دي چې د يادو پيسو لګولو ته لارې لرو او نه غواړو چې پيسې بېرته وګرځول شي."

 مهرداد، ددې ادعا په ردولو سره چې اسد الله حنيف بلخي بې کفايته وزير نه دى او کولى شي چې پروژې مديريت کړي، زياته يې کړه چې پروژې د يوې سترې تخنيکي ډلې له لوري پرمخ وړل کېږي.

نوموړي وويل :" ځينې وختونه له بده مرغه نه همغږي او ستونزې رامخ ته کېږي چې په ترڅ کې يې موږ نه شو کولى هغوى ته اړين ډاډ ورکړو."

د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې د پژواک خبري اژانس پوښتنې په ځواب کې چې د څه باندې شپږو ميليونو ډالرو بېرته ګرځولو او د پوهنې او يادې ادارې ترمنځ د اړيکو پيکه کېدو په تړاو و، وويل چې دا اداره د افغانستان له هغوو بنسټونو او ادارو څخه چې د پياوړي روزنيز نظام په برخه کې کار کوي، ملاتړ کوي.

سرچينه په ځانګړې توګه له پوهنې وزارت څخه د پيسو بېرته اخيستلو په اړه څه نه وايي؛ خو کاږي چې د امريکا نړيواله پراختيايي اداره د مالي او بشري منابعو، تدارکاتو، څارنې او ارزونې سيستمونو په برخه کې د افغانستان له پوهنې وزارت سره مرسته کوي، دا اداره له نورو ډېرو نړيوالو مرستندويه ادارو سره چې ددې وزارت د ملي پلانونو د پراختيا او تطبيق لپاره د افغانستان د روزنيز سکتور د پياوړتيا په برخه کې کارکوي، هڅې همغږې کړي.

د امريکا پراختيايي نړيوالې ادارې خوښې څرګنده کړې ده چې له پوهنې وزارت سره د افغانستان روزنيز نظام ځواکمنتيا او پوهنې ته د ټولو افغانانو لاسرسي ته لار هوارولو په برخه کې له دې وزارت سره ټينګه او مثبته کاري اړيکه لري؛ څو  يې د روښانه راتلونکې لپاره له دې هېواد سره مرسته کړي وي.

سرچينې زياته کړې ده چې له ٢٠٠٢ کال راهيسې د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې، د افغانستان په پراختيايي برخو کې څه باندې ١٧ ميليارډه ډالر مرسته کړې ده.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 180 تاريخ : سه شنبه 8 تير 1395 ساعت: 0:33