غني:د اداري اصلاحاتو کميسيون کې اجرات بايد تخنيکي او غير سياسي وي

ساخت وبلاگ

 کابل (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٥): ولسمشر غني وايي چې په دنده کې له لاسوهنې د مخنيوي په موخه بايد د وزارتونو په ګډون ټولې ادارې د دندو په تفکيک سره کار وکړي.

 ولسمشر غني دغه مطلب په هغه ناسته کې چې د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کميسيون د مشرتابه غړو په ګډون په حکومتي ادارو کې د اصلاحاتو وضعيت د څېړنې په موخه ترسره شوه، څرګند کړ.

 د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ناسه کې چې نن له غرمې وړاندې په ارګ کې ترسره شوه، لومړى د يادې ادارې د کاري اجراتو په برخه کې د کميسيون رهبري غړو، ولسمشر ته معلومات وړاندې کړل.

دوى وويل، چې کميسيون د يادې ادارې د ستراتيژيک پلان پر بنسټ کار کوي، چې اصلي موخه يې په ادارو کې ګټه او د اغېزمنتيا ښه والى، د جوړښتونو او ظرفيتونو پياوړتيا، همغږي، انسجام او د اصلاحاتو له لړۍ څخه څارنه ده.

 د کميسيون غړو څرګنده کړه  چې د ظرفيت لوړولو په برخه کې د ملکي خدمتونو انسټيټيوټ له تېرو څو کلونو راهيسې فعاله دى او ډېرو ځوانانو ته يې روزنه ورکړې ده. دوى وويل، په پام کې لري چې د ماسټرۍ تر کچې پورې د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو لپاره ځينې تخصصي پروګرامونه ترسره کړي.

 دغه راز هغوى څرګنده کړه  چې دغه کميسيون د جندر او په دولتي ادارو کې د مېرمنو د ډېر جذب لپاره کار کړى او دوى ته يې د مرکز او ولايتونو په کچه ډېر روزنيز پروګرامونه ترسره کړي دي.

 د کميسيون د مشرتابه غړو څرګنده کړه چې کميسيون د وزارتونو د چلند او ازموينو د اخيستو د څارنې او ارزونې په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دى او دغه راز د ظرفيت لوړولو په برخه کې د بوديجې له ستونزې سره هم مخ دى.

دوى وويل چې د اداري سيستمونو د ساده کولو په برخه کې ډېر کار ترسره شوى او د ملکي خدمتونو، اداري اجراتو او اساسي جوړښتونو د تعديل طرحه هم چمتو شوې ده.

په ناسته کې زياته شوه، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون د سيستمونو د ساده کولو په برخه کې چې تر اوسه پورې يې ٩٤ اداري موارد ساده کړي، خو اوس هم يو شمېر ادارې له زړو اداري سيستمونو ګټه اخلي. دوى د يو بل په دنده ګې له لاسوهنې هم يادونه وکړه او ويې ويل، چې د ادارو تر منځ د يادې ستونزې د له منځه وړلو لپاره د دندو تفکيک وشي.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر د کميسيون غړو د معلوماتو له وړاندې کولو او د ياد راپور له اورېدو وروسته په ټينګار سره وويل، چې د وزارتونو په ګډون ټولې ادارې بايد د دندو په تفکيک سره کار وکړي او دندې يې ځانګړې شي، څو د يو بل په دنده کې له لاسوهنې مخنيوى وشي او دغه موضوع هم د تشکيلاتو په قانون کې په پام کې ونيول شي.

ولسمشر زياته کړه  چې د دولتي ادارو په اړه بايد کره معلومات او څرګند تصوير وړاندې شي، چې پر بنسټ يې د حکومت پاليسي جوړه شي. نوموړي دغه راز وويل چې په ادارو کې د معاشونو لړۍ بايد واضح او په برخو ووېشل شي.

نوموړي څرګنده کړه  چې اصلاحات بايد په فردمحوري ولاړ ونه اوسي، بلکې يو بنسټ محوره وي او کوم بدلونونه چې رامنځته کېږي، بايد ټولو ته د درک وړ وي.

نوموړي ټينګار وکړ  چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په کميسيون کې اجرات بايد تخنيکي او غيرسياسي وي.

ولسشمر وويل: "خلک د اصلاحاتو رامنځته کولو غوښتنه کوي، د حکومت او اصلاحاتو په اړه د دوى نظر او قضاوت ډېر مهم دى او ټول بايد په دې پوه شو چې په تېرو کلونو کې په دغه برخه کې څومره کار شوى دى."

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 195 تاريخ : يکشنبه 6 تير 1395 ساعت: 21:31