د لغمان والي یوه کمېسیون ته په ادارو کې د فساد د څېړلو امر کړی

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٥): وروسته له هغه چې پژواک اژانس د لغمان په دولتي ادارو کې د فساد په اړه د جګړې د يوه قرباني شکايت خپور کړ، والي عبدالجبار نعيمي يو کمېسيون ته د څېړنو امر کړى دى.

پژواک خبري اژانس د روان لمريز کال د چنګاښ په دوېيمه نېټه د جګړې قربانيانو په لړ کې د لغمان ولايت د بادپښ ولسوالۍ د جګړې د يوه قرباني ځانګړې مرکه  خپره کړې وه.

د جګړې دغه عبدالله احمدي نومېږي، هغه ويلي وو چې په ۱۳۸۷ لمريز کال د زمري په ۳۰مه نېټه د بادپښ ولسوالۍ اړوند د ګړوچ په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار کې يې د کورنۍ لس غړي له لاسه ورکړل.

هغه زياته کړې وه چې د وخت د ولايتي ادارې له لوري ورسره هغه مهال مرستې وشوې، خو د مرستو تر څنګ ورسره د استوګنې د نومرو د ورکړې ژمنه هم شوې وه.

احمدي ادعا کړې وه: ((د ځمکې د نومرې لپاره ډېر سرګردانه شوم، هره ورځ ښاروالۍ ته مې منډې وهلې، خو اړونده ادارې له ما څخه رشوت وغوښت، خو له بده مرغه چې د شل زره افغانیو رشوت د نه ورکړې له امله تر اوسه چا نومره را نه کړه.))

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د همدغه راپور د سپيناوي، د خلکو شکايتونو ته د رسيده ګۍ، د اصلاحاتو او سمون د راوستو او د روڼوالي د اصل د تطبيق په موخه  والي د يادې  قضيې د څېړلو امر کړى دى.

هغه زياته کړه چې د والي په سپارښتنه د اطلاعاتو او فرهنګ او سکتوري رياستونو او دغه راز د لغمان له ولايتي شورا څخه ترکيب شوي کمېسيون ته دنده وسپارل شوه تر څو په دې اړه هر اړخيزه څېړنه وکړي.

د لغمان ولايت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خلکو د شکايتونو د اورېدو او د هغوی د څېړنې په موخه به دا لړۍ په راتلونکي کې هم دوام لري او هر هغه څوک چې د مستندو اسنادو او شواهدو له مخې شکايت ثبت کړي، شکايت ته به يې په خپل وخت رسيده ګي کېږي.

د بادپښ ولسوالۍ د جګړې د قرباني کورنۍ ياد غړى عبدالله احمدي وايي، چې دى حاضر دى د والي لخوا ټاکل شوي کمېسيون ته خپل شکايت ثبت کړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 209 تاريخ : يکشنبه 6 تير 1395 ساعت: 19:24