د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اندېښنې وړ مسایلو په اړه د موثر میکانیزم په نهایي کولو ټینګار وشو

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٥): د ملي امنيت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اندېښنې او لېوالتیا  وړ مسایلو په هکله د مشورې او همغږي لپاره د موثر میکانیزم په نهایي کولو ټینګار وکړ.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشري د ملي امنیت شورا غونډه، نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، ملي امنیت شورا په تورخم کې د وروستۍ ستونزې په اړه د دواړو لورو د اندېښنو د رفع کولو لپاره د هغه هېواد له مقاماتو سره د مذاکرې په موخه پاکستان ته د افغانستان دولت د بین الوزارتي پلاوي سفر وارزاوه.

سرچينه زياتوي، يادې شورا د پاکستان وروستیو سرغړونو ته په اشارې د افغانستان په کلیو یو ځل بیا د هغه هېواد نظامي بریدونه د نړیوالو اصولو او قواعدو خلاف او د نه منلو وړ وبلل او له ډيپلوماتیکو لارو څخه په استفادې یې د یادو اختلافونو حل مهم او معقول وګاڼه او د دواړو هېوادونو د اندېښنې او لېوالتیا  وړ مسایلو په هکله د مشورې او همغږي لپاره یې د موثر میکانیزم په نهایي کولو ټینګار وکړ.

تېره اونۍ پاکستان هڅه وکړه چې د ډيورنډ فرضي کرښې په صفري نقطه کې دروازه جوړه کړي، خو د افغان ځواکونو له خوا يې مخه ونيول شوه چې له امله يې د درېيو ورځو لپاره د دواړو لورو تر منځ نښته هم وشوه، چې په ترڅ کې يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته، خو تر پنځو ورځو وروسته د تورخم لاره د سوداګريزو موټرو او قانوني اسناد لرونکو پر مخ پرانيستل شوه.

د ډيورنډ د فرضي کرښې تورخم د شخړې په اړه د خبرو لپاره د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال حکمت کرزي په مشرۍ شپږ کسيز پلاوى تېره ورځ اسلام اباد ته تللى و.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پرون اعلان وکړ، چې د تورخم پر شخړې تر خبرو اترو وروسته، افغانستان او پاکستان موافقه وکړه چې د اندېښنې وړ مسايلو د هواري لپاره په لوړه کچه او مشورې سره يو ګډ ميکانېزم جوړ شي.

د خبرپاڼې په حواله، د غونډې په بله برخه کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هلمند، اروزګان، کندهار، کندوز، سرپل، فاریاب، سمنګان، بغلان او غور ولایتونو د امنیتي وضعیت په هکله د راپور په وړاندې کولو سره د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د امنیت د تامین په برخه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هلې ځلې وستایلې او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې د دوی د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په تداوم په ټینګار، په ټول هېواد کې د امنیتي تهدیدونو د دفعه کولو او د ښه امنیت د تامین په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې وروسته د هلمند والي د یاد ولایت امنیتي راپور وړاندې کړ.

والي په هلمند کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د زیاتې همغږي په ایجاد خوښي وښوده او څرګنده یې کړه، چې امنیتي ځواکونو په قوي انګېزې او پام وړ لاسته راوړنو دښمن ته ماتې ورکړې.

ملي امنیت شورا د یاد راپور له هر اړخیزې ارزونې وروسته، د هلمند له والي څخه په مننې په یاد ولایت کې د امنیتي تهدیدونو د مخنیوي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې ملي امنیت شورا د ګیزاب ولسوالۍ د وېش د موظف پلاوي د راپور له اورېدلو وروسته، د یاد پلاوي له ريیس او غړو څخه په مننې، په دوو جلا ولسوالیو د یادې ولسوالۍ د وېش طرحه په پرنسیب کې تايید کړه.

يادې شورا د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه، چې د تصمیم نیولو په موخه د هغې ولسوالۍ د وېش له طرحې سره واضح تطبیقي میکانیزم د ملي امنیت شورا راتلونکې غونډې ته راوړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ملي امنیت شورا دغه راز په ننګرهار کې د تالک کان امنیتي ستونزې وارزولې او د یاد کان د غیر قانوني اېستلو او د دښمن د ګټې اخیستنې د مخنیوي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 218 تاريخ : چهارشنبه 2 تير 1395 ساعت: 1:31