وسله والو په ګرشګ کې درې موټر له بار او مسافرو سره بیولي

ساخت وبلاگ

لښکرګاه (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې يو مسافر وړونکی او دوه بار وړونکي موټر بیولي دي.

په ګرشک ولسوالۍ کې د پوليسو يوې سرچيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار مهال وسله والو طالبانو درې موټر له ځان سره بیولي دي.

هغه وويل: ((په دې کې يو ٣٠٣ موټر دى چې له مسافرو ډک و او له هرات څخه روان و او دوه نور يې ټېلر موټر دي.))

د ګرشک امنيه قوماندان څارمن محمداسماعيل خپلواک پژواک ته وويل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د مهاجر بازار په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د دغو کسانو د خلاصون په موخه عمليات پيل شوي دي.

دغه راز د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز هم ياده پېښه پژواک ته تاييد کړه خو د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه.

د دې پېښې په اړه نور جزئيات به وروسته خپاره شي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو په لويو لارو کې له موټرو د مسافرو د ښکته کولو لړۍ پيل کړې ده.

ترې دې وړاندې ورته پېښې په کندوز او تخار ولايتونو کې هم شوي دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 259 تاريخ : سه شنبه 1 تير 1395 ساعت: 13:44