جنګل باغ: د کندوز په ټولو زيانمنو سيمو کې چاڼيز عمليات دوام لري

ساخت وبلاگ

کندوز ښار (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): په کندوز ولايت کې د وروستيو نا امنيو او تښتونو له ډېرېدو سره د دغه ولايت امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولایت په ټولو زيانمنو سيمو کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو عمليات روان دي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمدقسيم جنګل باغ له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې افغان امنيتي ځواکونه د کندوز د امنيت ټينګښت توان لري، طالبان او نورې ترهګرې ډلې به د کندوز د بيا نيولو ارمان ګور ته يوسي.

هغه  زیاته کړه: ((د دولت وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره چمتو يو، د دغه ولايت په زيانمنو سيمو کې د شپې او ورځې عمليات روان دي، نور نو مخالفين يوه ولسوالى هم نه شي نيولى، ځانګړي امنيتي تدابير لرو، کندوز به بيا له سقوط سره مخ نه شي.))

قوماندان وويل چې امنيتي ځواکونه همغږي لري، د سر په بدل  به له هېواد دفاع وکړي، خلک دې ډاډمن وي او د دښمن په تبېليغاتو دې نه تېروځي.

يوه پوليس منسوب عدالله چې د خان اباد بندر د پوستي د تلاشي دنده ترسره کوي، وويل: ((د دولت وسله والو مخالفينو اوازه اچولې چې کندوز بيا نيسي، خو کندوزيانو ته ډاډ ورکوم چې هغوى دا کار نه شي کولى.))

دا په داسې حال کې ده چې طالبان پر يو شمېر ولسواليو سربېره د کندوز ښار په څو کيلومترۍ کې  پراخه فعاليت لري او د خلکو اندېښنې زياتې کړي دي، خو امنيتي چارواکي وايي چې د شفق په نوم عملايت يې پيل کړي او څو کلي يې له وسله والو مخالفينو نيولي دي.

طالبانو ددې ترڅنګ دوې اوونۍ وړاندې د کندوز – تخار پر لويه لار ٢٢٠ مسافر هم له موټرو ښکته  کړل او له ځان سره يې يوړل چې ځينې يې ووژل او ٢٠ کسه نور لا هم ورسره دي، خو امنيتي ځواکونه وايي چې د کندوز- تخارلويې د امنيت لپاره يې چاڼيز عمليات روان دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 270 تاريخ : دوشنبه 31 خرداد 1395 ساعت: 15:08