پکتيا کې د قومي پرېکړو پر بنسټ د ځنګلونو د پرېکولو مخنيوى شوى

ساخت وبلاگ

ګردېز (پژواک، ٢٨غبرګولى ٩٥): د پکتيا ځينې قومي مشران او مخور وايي چې په يوشمېر ولسواليو او مرکز ګردېز کې د قومي پرېکړو پر بنسټ د ځنګلونو د پرېکولو مخنيوی شوی دى.

د پکتيا د مرکز ګردېز د زاهو سيمې يو قومي مشر حبيب الله مستعان وايي چې دوى د خپلې سيمې ځنګلونو د ساتنې لپاره کلک قومي تړون کړی.

هغه زياتوي چې دغه تړون څو دا کيږي کاله شوی، تر اوسه يوه ونه هم نه ده پرې شوې، تړون داسې ده چې څوک يوه ونه پرې کړي نغدي جريمه به ورکوي او قوم ته به  يو پسه هم حلالوي.

مستعان وايي چې د قومي جوړښت پر بنسټ د سيمې اوسېدونکي په نوبت او له کوم امتياز  پرته ځنګلونه ساتي .

نوموړى وايي :«  زموږ په سيمه کې ۱۶ کسان د قوم له لوري ورته ټاکل شوي، د هر کلي ځان ته نوبت معلوم وي، هېڅ معاش نه لري خپل وار تېروي.»

دغه تړون يواځې په مرکز ګردېز کې نه، بلکې د احمدخېلو ولسوالۍ تر څنګ په اريوب ځاځيو او  څمکنيو ولسواليو کې هم  شوی دى.

 د پکتيا يو شمېر اوسېدونکو په خوښۍ سره وويل چې دا مهال په ځينو  غرونو کې بيا ځلې ونې شنې شوي او د قومي خلک يې ساتنه کوي .

 

د پکتيا پوهنتون دکرنې پوهنځي استاد محمداسماعيل لاروی وايي چې د دغه تړون پربنسټ په ډېرو سيمو کې هغه نيالګي چې پخوا پرې شوي و اوس بيا ټوکېدلي دي.

نوموړى وايي:« هغه ځنګل چې بيا ځلې شين شوی په اريوب ځاځيو کې يې خلک ساتنه کوي، د دې لپاره خلکو تړون کړی، يواځې خلک خرابې يا وچې ونې له غره وړلی شي او بس .»

د پکتيا د احمدخېلو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالرحمان پژواک اژانس ته وويل  چې دوه کاله کېږي په سيمه کې يې د ځنګلونو د پرېکولو د مخنيوي په موخه  قومي تړون کړی او څوک نه شي کولی په خپل سره ونې پرېکړي.

هغه زياته کړه: « زموږ د مشرانو داسې تړون دی، چې شين بوټي وهل مو بيخې بند کړي ، وچ لرګی هم د قومي مشرانو په اجازه راوړل کېږي، که څوک تړون مات کړي د قوم له لوري سل زره افغانۍ جريمه کېږي او د ټولو لوريو پړ او ملامت ګڼل کېږي.»

د پکتيا د کرنې رياست مسوولين بيا وايي چې له قومي شوراګانو سره يې يواځې د ځنګلو پرېکولو په زيان خبرې کړي.

هغه وايي ، تر اوسه د کرنې وزارت په دې نه دی توانيدلی چې دوی ته هغه مرستې چې د سيمې خلک ورته اړتيا لري  ورسوي.

د پکتيا د کرنې رييس ذبيح الله حسن زي پژواک ته وويل، د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د قبيلو له لوري د ځنګلونو د پرېکولو د مخنيوي په موخه تړونونه شوي،چې تر ډېره يې مخه نيول شوې.

هغه زياته کړه:« له خلکو سره مو مشورې کړي، ناستې مو ورسره کړي، تر ډېره دا کار اغېزمن  تمام  شوى او د ځنګلونو پرېکولو مخنيوى شوى دى .))

د کرنې د چارواکو په وينا، د سوېل ختيځ زون په درې ولايتونو، پکتيا، خوست او پکتيکا کې شاوخوا څلورنيم سوه زره هکتياره غرونه  ځنګلونو پوښلي دي، چې له دې جملې يواځې ۹۹ زره هکتاره په پکتيا کې دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 262 تاريخ : شنبه 29 خرداد 1395 ساعت: 2:21