د پټرولو بيه راټيټه خو د سرو زرو او غوړيو بيې لوړې شوې دي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ٢٧ غبرګولى ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د پټرولو بيې راټيټې شوې، خو د ډېزلو، طلا او غوړيو بيې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي به آژانس خبرى پژواک گفت، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه ليټر پټرول تېلو بيه له ٣٩ افغانۍ ٣٨ افغانۍ ته راټيټه شوې، خو د ډېزل تېلو بيه بيا له ٣٤ افغانۍ ٣٥ افغانيو لوړه شوې ده.

د هغه په وينا، کابل د پټرولو بيې د هغو د ډېرو وارداتو په پايله کې راټيټې شوې او د ډېزلو بيه بيا په نړيوالو بازارونو کې د بيو له لوړېدو سره لوړې شوې دي.

خو د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه ګاز پلورونکي محمد شريف وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٤٥ افغانۍ ده.

د لومړنيو خوراکي توکو له ډلې يوازې د غوړيو بيه يو څه لوړه شوې ده.

خو د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ١٦ ليټره مومن غوړيو بيه د کمو وارداتو له امله له ١٠٥٠ افغانۍ ١٠٦٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

 خو نوموړي وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د ٤٩ کيلوګرامه پاکستان بورې عمده پلور بيه ٢٣٥٩ افغانۍ، د لومړي درجه پاکستاني اوړو بيه ١٢٨٠ افغانۍ او د څلورويشت نيم کيلوګرامه سېله وريژو بيه ١٦٠٠ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار په منډوي کې يوه چاى پلورونکي رحمت الله وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٦٠ افغانۍ او د يوه کيلو شين مدينه چاى بيه ٢٤٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د تايمني د څلورم سړک يوه خوراکه پلورونکي عبدالوکيل وويل، چې نن د شپاړس ليټره شايسته غوړيو بيه ١١٠٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه بورې بيه ٢٤٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلوګرامه لومړى درجه قزاقستاني اوړو بيه ١٣٥٠ افغانۍ، ٢٤ نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله وريژو بيه ١٨٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٣٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين مدينه چاى بيه ٢٥٠ افغانۍ ده.

 خو د سرو زرو بيه لوړه شوې ده.

 د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمد فواد وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ٧٩٠ عيار عربي سرو زرو بيه له ٢٣٠٠ افغانۍ ٢٣٧٠ افغانۍ او د ٥٨٥ عيار يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه له ١٨٥٠ افغانۍ ١٩٠٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې کابل کې د سرو زرو بيه په نړيوالو بازارونو کې سرو زرو بيو له لوړېدو سره لوړې شوې دي.

د کابل شهزاده سراى د صداقت صرافۍ معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٩،٤٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٥٤ افغانۍ دى.

تېره پنجشنبه، د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٦٩،٣٣ افغانۍ او د زرو کلدارو د اخيستو بيه ٦٥٥ افغانۍ وه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 288 تاريخ : پنجشنبه 27 خرداد 1395 ساعت: 20:51