په تورخم کې ترڅو ساعتونو نښتې وروسته جګړه دریدلې

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۵) د ډیورنډ پر فرضي کرښې ډیورنډ تر څو ساعتونو نښتې وروسته اوس جګړه دریدلې ده، خو په سیمه کې حالات کړکېچن دي.

په تورخم کې وروسته له هغه حالات او خبرې وسله والې نښتې ته ورسیده، کله چې دوه ورځې مخکې پاکستانیو ځواکونو پر صفري نقطې د دروازې درولو هڅه وکړه، چې د افغان سرحدي ځواکونو لخوا یې مخه ونیوه شوه.

نن ددریمې ورځې لپاره ماښام مهال پاکستانیو ځواکونو پر افغان ځواکونو ډزې پیل کړې، چې له امله یې د څو ساعتونو لپاره جګړه وشوه.

په ختیځ کې د ۳۰۱ سرحدي زون درستیزوال سمونوال محمد ایوب حسین خېل د جګړې له لومړۍ کرښې څخه د ټېلېفون په لیکه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې ماښام د روژه ماتي پر مهال پاکستانیو ځواکونو یوځل بیا پر دوی ډزې پيل کړې، چې ددوی لخوا په شا وتمبول شول.

بلخوا د ننګرهار د والی ویاند عطا الله خوږیاڼي پژواک ته وویل، چې د ماخوستن په شاوخوا نهو بجو جګړه دریدلې ده.

هغه زیاته کړه، چې افغان ځواکونو په لوړ مورال له خپلو پوستو او سیمو څخه دفاع کړې او دښمن ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

که څه هم دواړه خواوې د تازه نښتې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو په ټولنیزو شبکو کې د ماښام په جګړه کې د څلورو پاکستانیو سرتیرو د وژل کیدو په اړه خبرونه خپاره شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې تر اوسه افغان لوري په دې جګړه کې د خپلو دوو سرتزرو د وژل کيدو او ۱۸ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

د باکستان د بوځ یو لوړپوړی افسر جګړن علی جواد چې د تورخم په جګړه کې ټپي شوی و، نن یې ساه ورکړې ده.

دغه راز افغان سرچینو ویلي، چې تر اوسه په دې جګړه کې تر ۲۵ زیات پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 248 تاريخ : چهارشنبه 26 خرداد 1395 ساعت: 2:20