د ولسي پاڅون لسګونه کلابنده شوي سرتېري وژغورل شول

ساخت وبلاگ

ميمنه (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩٥): د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د فارياب ولايت المار او قيصار ولسوالۍ د طالبانو له شتون  څخه پاکې شوې او د ولسي پاڅون شا وخوا ٧٠ سرتېري له لس ورځې کلابندۍ وروسته ژغورل شوي دي.

د فارياب والي سيد انور سادات پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات له تېرو دوه ورځو راهيسې د طالبانو د ځپلو او ولسي پاڅون کوونکو د کلابندۍ د ماتولو په موخه پيل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د يادو عملياتو په پايله کې ٢٩ وسله وال طالبان او ٦ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او دغه راز ٤٠ نور طالبان او د امنيتي پاڅون کوونکو لس سرتېري ټپيان شوي دي.

والي وويل، همدرانګه د وسله والو مخالفينو شاوخوا سل موټرسايکلونه او لسګونه ميل وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

هغه زياته کړه، د ولسي پاڅون شاوخوا ٧٠ سرتېري چې له تېرو دوه ورځو راهيسې د المار ولسوالۍ د قرايي سيمې په بيګ کلا کې کلابنده شوي وو، ژغورل شوي او په قيصار او المار ولسواليو کې ٣٣ کلي هم د وسله والو مخالفينو له وجود څخه  پاک شوي دي.

د فارياب والي وويل، چې امنيتي او د ولسي پاڅون سرتېري پر مخ روان دي او اوسمهال د قيصار ولسوالۍ شاخ بازار سيمې ته د پرمختګ پر لوري روان دي، په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکيانو ته زيان نه دى اوښتى او دغه راز د قرايي-المار سيمې لار چې له تېرو اتو مياشتو راهيسې تړلې وه؛ د خلکو او ترافيکو پر مخ پرانېستل شوه.

د ولسي پاڅون کوونکو يوه قوماندان خيرالله قرايي وويل، چې د امين بېګ په مشرۍ د ولسي پاڅون کوونکو لسګونه ځواکونه چې د کلا بېګ ها کې له تېرو لسو ورځو راهسې کلابنده شوي و او دغه راز يې اوبه او ډوډۍ هم بنده وه، نن د ولايت له لوري د لېږل شوو مرستندويه ځواکونو په مرسته ژغورل شوي دي.

د فارياب پوليس هم وايي چې په وژل شوو کسانو کې د طالبانو يو مهم قوماندان طاهر پهلوان او يو شمېر پاکستاني او ازبکستاني وګړي هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 219 تاريخ : يکشنبه 23 خرداد 1395 ساعت: 19:47