ولسمشر غني په اماراتو کې افغان ماشومانو ته د افغان نصاب لرونکي ښوونځيو د ايجاد سپارښتنه وکړه

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٥): ولسمشر اشرف غني په اماراتو کې د افغانستان سفارت مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې په دې هېواد افغان ماشومانو ته د افغان نصاب لرونکي ښوونځي ايجاد کړي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني عربي متحده اماراتو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، نن له غرمې مخکې په یاد هېواد کې د مېشتو افغانانو یو شمېر مشرانو او استازو سره وکتل او د هغوی ستونزې او مشکلات یې واورېدل.

سرچينه کاږي، افغان مشرانو د حکومت له پروګرامونو څخه د ملاتړ پرمهال د هېواد له ولسمشر څخه مننه وکړه، چې په سختو ورځو کې یې د افغانانو د ستونزو د حل په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر کړی دی.

هغوی وویل: "ستاسو د ځانګړې پاملرنې او په ابوظبۍ کې د افغانستان د سفارت د مسوولینو د همکارۍ له امله په اماراتو کې د مېشتو افغانانو ۸۰٪ ستونزې حل شوې دي."

هغوی له حکومت څخه وغوښتل چې د نورو هېوادونو د اتباعو له لوري له افغاني پاسپورټ څخه د ناوړه ګټه اخیستنې مخنیوي ته جدي پاملرنه وکړي.

په عربي متحده اماراتو کې مېشتو افغان مشرانو له ولسمشر څخه وغوښتل چې په اماراتو کې افغان ماشومانو ته د افغاني نصاب لرونکي ښوونځي ایجاد کړي.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر د هغوی د خبرو له اورېدلو وروسته له افغاني پاسپورټ څخه د ناوړه ګټه اخیستنې د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د سفارت هلې ځلې وستایلې.

محمد اشرف غني په ابوظبۍ کې د افغانستان سفارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې  د ښوونځیو د ایجاد موضوع دې پوهنې وزارت سره په همغږي او په اماراتو کې د مېشتو افغان مشرانو نورې ستونزې دې له دوی سره په همکاري او همغږي تشخیص او حل کړي او د خپلو کړنو راپور دې جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني د دې کتنې په پای کې له مل پلاوي سره یو ځای په شیخ زاید جامع جومات کې د جمعې لمونځ ادا کړ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 217 تاريخ : جمعه 21 خرداد 1395 ساعت: 22:05