د ايران او ترکيې فرهنګي ميراث په توګه بايد د "مثنوي معنوي" له ثبت څخه مخنيوى وشي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک،٢٠ غبرګولى ٩٥): يو شمېر مدني بنسټونو، يونسکو سازمان کې د ايران او ترکيې هېوادونو فرهنګي ميراث په توګه د "مثنوي معنوي" ثبتولو په اړه اندېښنه وښوده او ګواښ يې وکړ، که د دې کار مخه و نه نيول شي، نو ولسي لاريونونه به وکړي.

په دې وروستيو کې راپورونه خپاره شوي چې ايران او ترکيه هڅه کوي، څو د مولانا جلال الدين بلخي "مثنوي معنوي" اثر د يادو هېوادونو فرهنګي ميراث په توګه يونسکو کې ثبت کړي، چې دې کار د افغان حکومت او مدني بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.

د ملي مشارکت ګوند مشر نجيب الله کابلي چې نن يې يوې خبري ناسته کې خبرې کولي، د ايران دا ډول کړنه  ادبي غلا ګڼي او غندي يې. نوموړي وويل چې افغانستان  کې جګړې او د ګاونډيو هېوادونو استخباراتي فعاليتونه د دې لامل شوي څو فرهنګي موضوعات شاته واچول شي.

نوموړي زياته کړه: "موږ ټول افغانان اوسمهال په جګړو کې ښکېل يو، فرهنګي موضوع ګانې مو له پامه غورځولې دي؛ خو بايد هوښيار او ويښ واوسو چې ايرانيانو په دې وروستيو کې د مثنوي په اړه په يونسکو کې هڅه کړې ده چې د ترکيې او ځان په نوم يې ثبت کړي."

کابلي زياته کړه چې ايران د سيد جمال الدين افغان او خواجه عبدالله انصاري په اړه د کتابونو په خپرولو سره زيار باسي، څو دا څېرې ځان ته منسوب کړي.

نوموړي وويل: "موږ لنډفکره نه يو، مولانا جلال الدين بلخي، يواځې افغانستان پورې تړلى نه دى، بلکې په کومه سيمه او خاوره کې چې ژوند کوو، د ايران، ترکيې ، مرکزي اسيا او نړۍ اړوند دى؛ خو  پلرنى ټاټوبى يې بلخ دى او دا د افغان ولس لپاره وياړ دى."

کابلي، همداراز يادونه وکړه چې د يونسکو سازمان کې د افغانستان استازي نه شتون د دې لامل شوى، څو ايران او ترکيه د خپل نفوذ او پېژندنې له مخې چې يونسکو کې يې لري، غواړي دا تلپاتى اثر د خپلو هېوادونو په نوم  ثبت کړي.

هغه وويل چې يونسکو کې د ايران او ترکيې له لوري  د ياد اثر ثبت په تړاو افغان دولت په ځانګړې توګه د بهرنيو چارو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو بې غوري کړې ده او ملي شورا بايد دا موضوع خپلې اجنډا کې ځاى پرځاى کړي، څو د افغانستان ځاى خوندي شي.

د ملي مشارکت حزب مشر ګواښ وکړ: "موږ به غلي پاتې نه شو او يواځې په خبري ناستې هم بسنه نه کوو او که د دې کار مخه ونه نيول شي، کابل کې به  د نړيوالو بنسټونو په وړاندې په ولسي لاريونونو لاس پورې کړو."

په نننۍ خبري ناسته کې د افغانستان ځوانانو مدني ټولنې بنسټ مشر فردين فدايي وويل چې د ايران او ترکيې دا کړنه له افغانانو سره ستره جفا ده او د خواشينۍ ځاى دى، چې د ملي يووالي حکومت د يادو دواړو هېوادونو په وړاندې جدي غبرګون نه دى ښودلى، د دولتي چارواکو چوپتيا هم د پوښتنې وړ ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د دې موضوع په اړه د ترکيې بهرنيو چارو وزير څخه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.

خو د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو له دې موضوع څخه بې خبري ښودلې او اړوندو مسوولينو ته يې لارښوونه کړې، څو موضوع تعقيب کړي او د افغانستان  وړانديز او کتنه چې دا هېواد د مولانا جلال الدين بلخي ټاټوبى دى، په پام کې ونيسي.

د بهرنيو چارو وزارت اداري او مالي مرستيال نصيراحمد اندېشه هم پرون افغانستان کې د يونسکو سازمان استازې مېرمن پتريشيا مک فلپس ته،  د دواړو هېوادونو د ګډ فرهنګي اثر په توګه د ياد اثر ثبت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

اندېشه زياته کړه: "که د مولوي دا شهکار او عرفاني پېژندل شوى ادبي اثر د يونسکو سازمان په نړيوالو ميراثونو کې ثبت شي، نو بايد د نوموړي د زېږېدو تاريخي ټاټوبى له پامه و نه غورځول شي او د مولانا اړيکه له افغانستان سره هېره نه شي."

په ورته وخت کې د بلخ سرپرست والي د دې موضوع په غبرګون کې ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازي محمود صيقل ته په يو ليک کې ويلي، دا چې مولانا جلال الدين محمد بلخي په بلخ کې نړۍ ته سترګې غړولي او له ماشومتوب نه تر ځوانۍ پورې د خپل پلار تر روزنې لاندې په وخش، سمرقند، شام، لارنده او تر ډېره قونيه کې وخت تېر کړى دى، مولانا کولى شي چې زموږ لپاره  د سيمې د وياړ او همپالنې سبب وګرځي.

خو نوموړي زياته کړې، د بلخ اوسېدونکو په باور يوې سيمې او يا دوو هېوادونو پورې د مولانا منحصرول منګي کې د سمندر ځاى کول دي  او د نوموړي له ستر نوم سره نه ښايي؛ نو ځکه ملګرو ملتونو کې د افغانستان له دايمي استازي څخه غوښتنه کېږي څو خپل جدي اعتراض يونسکو کې د ترکيې او ايران  له لوري د فرهنګي اثر په توګه په انحصاري ډول د مثنوي معنوي ثبتولو ته اجازه ور نه کړي، څو بلخ چې د مولانا مور ده، د ملګرو ملتونو وياړونو په ثبتولو کې له پامه وغورځېږي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 220 تاريخ : جمعه 21 خرداد 1395 ساعت: 1:12