مزار شریف (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۹۵): په بلخ ولایت کې د جمعیت ګوند د دوو قوماندانانو ترمنځ نښته کې د یو قوماندان په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.
د بلخ دامنیه قوماندانۍ دامنیت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د غبرګولي په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا پېښه نن سهار په شولګر ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې په سیمه کې د دوو غیر مسوولو سیمه ییز قوماندانانو محمود او نظر ګل ترمنځ نښته د سهار په اتو بجو پیل او د غرمې په یوه بجه پای ته ورسېده.
د قادري په وینا، په دې نښته کې قوماندان محمود، د هغه خور او دوه نور وسله وال یې وژل شوي دي او ځینې ملکي وګړي ژوبل دي.
دی وایي، وروسته له هغه چې د ولایت له مرکز څخه پولیس سیمې ته ورسیدل، نو جګړه ودریده او د پېښې په اړه یې څیړنې پیل کړې دي.
د حاجي نعیم په نامه د سیمې یو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وویل، چې د یادو قوماندانانو ترمنځ دا جګړه د کلي په مینځ کې شوې وه، چې له امله یې د شپږو ماشومانو او درې ښځو په ګډون ۱۲ ملکي وګړي ژوبل شوي هم دي.
هغه وایي، چې یاد قوماندانان د جمعیت ګوند پورې تړاو لري او تر دې مخکې هم د دوی ترمنځ نښتې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې تیره میاشت ددواړو قوماندانانو ترمنځ نښته کې ۹ تنه ټپیان شوي وو.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 198 تاريخ : دوشنبه 17 خرداد 1395 ساعت: 23:42