په باميانو کې سلګونه پراختيايي پروژې نيمګړې پاتې دي

ساخت وبلاگ

کابل ښار (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٥): په باميانو ولايت کې شاوخوا درې سوه پراختيايي او ټولګټې پروژې له څو کلونو راهيسې په قراردادونو کې د فساد په سبب نيمګړې پاتې دي.

د دغه ولايت د ځايي چارواکو په خبره، په يادو پروژو کې د روغتونونو او ښوونځيو ودانۍ، د  اوبو برېښنا بندونه، د ښوونځيو لپاره د اوبو څاګانې او ... شاملې دي.

د باميانو والي محمد طاهر زُهير د دې پخلى وکړ چې دغه سل پروژې له څو کلونو راهيسې نيمګړې پاتې دي چې د باميانو د خلکو لپاره د سترو زيانونو سبب شوې او لامل يې هم له وزارتونو سره د قراردادونو لاسليک دى چې ځايي اداره نه شي کولى پرې څارنه وکړي؛ ځکه چې شرکت ځايي ادارې ته ځواب نه وايي.

هغه وويل چې ډېرى شرکتونه چې  د پروژو کارونه يې نيمګړي پرېيښي، يا په کابل کې دي او يا فعاليت نه لري، دا د افغانستان خلکو او حکومت ته ستر زيان دى.

د باميانو ولايت دغه لوړ پوړي چارواکي زياته کړه: ((هڅه کېږي چې له دې وروسته په باميانو کې له اکثريت هغو پروژو له کارونو څارنه وکولى شو چې له شرکتونو سره يې قرارداد کېږي.))

د باميانو د ولايتي شورا غړي محمد حسن اسدي پژواک ته وويل چې په بېلابېلو ولسواليو کې يواځې د ٦٢ ښوونځيو د انګړ قراردادونه تورغر په نوم شرکت ته ورکړل شوي چې نيمګړي پاتې دي، دغه قرارداد په کابل کې شوى، اوس معلومه نه ده چې دغه شرکت چېرې دى او يا هم څوک نه شي کولى چې پوښتنه ترې وکړي.

اسدي زياته کړه چې په نورو بېلګو کې د باميانو د ورس ولسوالۍ ٣٠ بستريز يادولى چې د اتفاق ميرزاد ودانيز شرکت له لوري يې په ١٣٨٨ لمريز کال کې قرار داد وشو او ټاکل شوې وه چې په دوو کلونو کې به يې کار بشپړ شي، خو شرکت له ٢٠ سلنه کار وروسته کار پرېښى دى.

نوموړي زياته کړه چې ياد شرکت د ورس ولسوالۍ له هټۍ والو او کارګرو هم څه باندې ٣٠ ميليونه افغانۍ پوروړى دى چې د روغتون د جوړولو په ترڅ کې يې له هټۍ والو توکي پېرلي او د کارګرو لاس مزودري يې هم نه ده ورکړې.

د ولايتي شورا دغه غړي وويل: په ځينو وزارتونو کې شته فساد د دې سبب شوى چې ټول قرار دادونه د معاملې او فساد پر بنسټ لاسليک شي او په کابل کې په ادارو کې د دغه فساد پايلې په باميانو ولايت کې خلکو ته زيان رسولى دى.))

اسدي وويل چې په باميانو کې ناکامې پروژې زياتې دي، د قلبه تو ښوونځى، د ورس ولسولاۍ د قرغه جور لېسه، د يکاولنګ د سچک، دره چاشت او سري قل ښوونځي، د کهمرد د برېښنا دوه بندونه او دواب روغتون د دې نيمګړو پروژو دوې نورې بېلګې دي.

هغه زياته کړه چې ددې پروژو ټول تاوان خلک ورکوي، د ښوونځيو او روغتون د ودانيو د نشتوالي په سبب خلک اړ دي چې د درملنې لپاره کابل ته لاړ شي او ماشومان يې تر لمر لاندې درس ووايي.

د ورس ولسوالۍ هټيوال علي احمد وويل چې د اتفاق ميرزاد ودانيز شرکت له ګڼو هټيوالو پورړوى دى او کله يې چې روغتون جوړولو، خلکو ته يې ويل چې کله د پروژې پيسې راشي، نو بېرته يې ورکوي، خو وتښتېده چې دادي اوه کاله تېږي، خو د هغه شرکت څه درک نه شته.

هغه زياته کړه:((زموږ پيسې چې شاوخوا درې نيم ميليون افغانۍ کېږي، په دې شرکت پاتې دي.))

د باميانو د پوهنې رياست سرپرست محمد ايوب اميري وويل چې په ټوله کې د پوهنې رياست ١٠١ پروژې د ودانيزو شرکتونو له لوري نيمګړې پاتې دي.

هغه وويل چې په باميانو کې ٣٣٨ ښوونځي شته چې ټول يې ودانيو ته اړتيا لري او د يوه ښوونځي لپاره هم اساسي ودانۍ نه ده جوړه شوې.

د پوهنې رياست سرپرست زياته کړه، ځينې ودانۍ چې اساسي ودانۍ هم لري، يا ګڼو درسي خونو ته اړتيا لري او يا يې د انګړ دېوال نشته، ٢٧ ښوونځي تر شنه اسمان لاندې فعال دي چې هېڅ ودانۍ نه لري.

د پوهنې رياست دغه چارواکي ادعا کوي چې د پوهنې په پروژو کې دا ډول ستونزې د دې سبب شوې چې د پوهنې زده کوونکي ونه شي کولى چې په ارام زړه درس ووايي.

د باميانو د پنجاب ولسوالۍ يوې زده کوونکې سکينې پژواک ته وويل: ((زموږ په ښوونځي کې تشناب نشته، زده کوونکي د ضرورت رفع کولو لپاره له ښوونځي کور ته ځي.))

په ورته وخت کې د باميانو د پنجاب ولسوال رستم علي پناهي د دې پخلى وکړ چې په دې ولسوالۍ کۍ د ښوونځيو زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د باميانو د پوهنې رياست د مشر او مرستيال  په ګډون ١٨ کارکوونکي څه وخت وړاندې د محکمې له خوا د درغليو له امله له درېيو تر شپږو کلونو بند او نغدي جريمو محکوم شول.

د باميانو ځايي چارواکي وايي چې  په نيمه کې د سلګونه پروژو د پاتې کېدو ترڅنګ، په دې ولايت کې د ګڼو نورو عملي شوو پروژو کيفيت هم ټيټ دى او له څه وخت وروسته بېرته ويجاړې شوې دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 209 تاريخ : شنبه 15 خرداد 1395 ساعت: 19:25