اسماعيل خان: د سلما بند په جوړېدو سره د افغانانو څلوېښت کلنه هيله پوره شوه

ساخت وبلاگ

هرات ښار (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٥): د اوبو او برېښنا پخواني وزير د سلما بند پرانيسته د افغانستان د خلکو ستره هيله بولي او وايي چې له څلوېښتو کلونو وروسته د خلکو هيله پاى ته رسېږي.

ټاکل شوې چې نن غرمه دوولس نيمې بجې به ولسمشر غني او د هند لومړى وزير سلما بند په رسمي ډول په هرات ولايت کې پرانيزي.

سلما بند د هرات ښار د ختيځ په ١٦٠ کيلومترۍ کې د چشت شريف په غرنۍ ولسوالۍ کې پروت دى چې هندوستان هېواد ١٣٥٧ لمريز کال له کودتا وړاندې د محمد داوود ولسمشرۍ پر مهال د دغه بند د جوړولو ژمنه کړې وه، خو شوې کودتا او د جګړو پيل د دې پروژې د ځنډ او خنډ سبب شول.

د اوبو او برېښنا پخواني وزير محمد اسماعيل خان چې د خپل وزارت پر مهال يې د دغه بند د جوړولو لپاره هڅې کړې، له پژواک خبري اژانس سره يې په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې له څلوېښتو کلونو وروسته د خلکو انتظار پاى ته ورسېد.

اسماعيل خان د سلما بند پرانيسته د خلکو يوه ستره هيله وبلله او زياته کړه چې د وزارت پر مهال يې د سلما بند ٩٧ سلنه کارونه مخې ته تللي وو چې بالاخره له يوه کال راهيسې په کې اوبه زېرمه شوې او نن به پرانيستل شي.

هغه وويل چې د بند په پرانيستې سره به کروندګر وکولى شي چې د کال په موسمونو کې اوبو ته لاسرسى ولري او په کرکيله بوخت شي.

اسماعيل خان هيله څرګنده کړه چې دغه ستره پروژه به د افغانستان د نورو ولايتونو خلکو ته هم د کار زمينه برابره کړي.

په هرات ولايت کې د ارګ يوې سرچينې هم پژواک ته وويل چې د هند لومړى وزير نريندرا مودي نن له غرمې وړاندې هرات ولايت ته ورځي.

د سرچينې په خبره، مودي به د هرات ښار په غازي امان الهل خان تالار کې له ولسمشر غني سره د سلما بند په رسمي ډول پرانيزي او وروسته به دواړه د هرات چشت ولسوالۍ ته سفر وکړي.

اوسمهال د حکومت ګڼ شمېر لوړ پوړي چارواکي د هرات په غازي امان الله خان تالار کې د هند د لومړي وزير د ورتلو انتظار دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 146 تاريخ : شنبه 15 خرداد 1395 ساعت: 15:46