د پکتيکا نوى امنيه قوماندان: د امنيت ټينګښت مې کاري لومړيتوب دى

ساخت وبلاگ

ښرنه (پژواک، ١٤غبرګولى ٩٥): د پکتيکا ولايت نوى امنيه قوماندان وايي چې له فساد سره مبارزه ، د امنيت ټينګښت او له ولسونو سره نږدې اړيکې يې خپل کاري لومړيتوبونه دي .

سمونوال خليل الله ضيايي نن ( د غبرګولي په ١٤مه ) د يوې غونډې په ترڅ کې ددې ولايت چارواکو او خلکو ته ور وپېژندل شو .

په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د۳۰۳ سپين غر زون قوماندان اسدالله شيرزاد وويل، چې خليل الله ضيايي د ولسمشر د فرمان له مخې ددې ولايت د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوی، چې د امنيت په ټينکښت کې به ښه رول ولوبوي.

هغه زياته کړه چې نوموړي قوماندان دهيواد په پنځو ولايتونو کې په بېلابېلو بستونو کې کار کړی او د ښې تجربې خاوند دی.

د پکتيکا والي امين الله شارق په ياده غونډه کې وويل چې د پکتيکا امنيتي ځواکونو د ښې رهبرۍ او همغږۍ له امله په دې ولايت کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې کلک مقاومت کړی او هغوی ته يې درانه تلفات اړولي دي.

 هغه له نوي امنيه قوماندان څخه وغوښتل چې له فساد سره کلکه مبارزه وکړي او دامنيت په ټينګښت کې دې خپله ټوله انرژي په کار واچوي، ترڅو د پکتيکا ولسونه ارام ژوند وکړي.

د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مشر خورشيد امان کټوازي پژواک ته وويل، چې په تير يو کال کې په دې ولايت کې څلور امنيه قوماندانان د يوشمير مغرضوکړيو له امله بدل شوي چې له امله يې په دې ولايت کې وسله والو طالبانو له يادې خلا څخه په استفادې بريدونه پيل کړل.

د پکتيکا نوي امنيه قوماندان خليل الله ضيايي وويل : (( زما په کاري لومړيتوبونو کې له فساد سره مبارزه، د امنيت ټينګښت، همغږي او د ولسونو په منځ کې ځای پيدا کول دي.))

د يادونې ده چې له تير يو کال راهيسې دا پنځم امنيه قوماندان دی چې پکتيکا ته معرفي کيږي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 207 تاريخ : شنبه 15 خرداد 1395 ساعت: 12:30