د چت پرېوتو پېښه کې د یوې کورنۍ څلورو غړو ته مرګ ژوبله واوښته

ساخت وبلاگ

جلال آباد (پژواک، ١٤غبرګولى ٩٥)  د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د یو کور د چت پرېوتو له امله دوه ماشومان مړه او د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه نور ټپيان شوي دي .

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د غبرګولي په ١٤مه پژواک ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه   د روداتو ولسوالۍ  د کډۍ قریې په زینو کلي کې د زيات اورښت له امله رامنځته شوې ده .
ده وويل چې په دې پېښه کې د کور خاوند نصیب ګل او د هغه میرمن ټپیان شوي او د مزمل په نوم يې دوه کلن زوی او د حسینې په نوم يې درې کلنه لور مړه شوي دي.

د نوموړي په وينا، د پېښې ټپیان د ننګرهار عامې روغتیا مرکزي روغتون ته د درملنې په موخه لیږدول شوي،چې روغتیایي حالات یې د ډاډ وړ دی .
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د یادې پېښې په رامنځته کیدو ژوره خواشیني څرګنده کړې  .
هغه د عامې روغتیا مسوولینو ته د پېښې د دوو تنو ټپیان په درملنه کې د پوره پاملرنې لارښوونه کړې ده .

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 218 تاريخ : جمعه 14 خرداد 1395 ساعت: 15:29