جلال اباد (پژواک، ۱۸ کب ۹۴): د ننګرهار د برېښنا رييس وايي چې برېښنا شرکت د پورونو د نه ورکولو له امله يې پرمختيايي کارونه ټکني شوي دي.
د ننګرهار د برېښنا رياست د دغه ولايت پر ځينو ادارو او اشخاصو يو ميليارد او ٩٠٠ ميليونه افغانۍ پورونه لري چې له دې ډلې څه باندې يو ميليارد پر دولتي ادارو دي.
د ننګرهار د برېښنا رييس محب الرحمن مومند له پژواک خبري اژانس سره د ولایتي ادارې د پوروړو یو لېست شریک کړ.
په دغه لېست کې د ننګرهار د ۲۵ حکومتي ادارو نومونه ذکر شوي چې هره يوه يې تر يو ميليون افغانيو ډېره پوروړې ده.
د ننګرهار د برېښنا رييس وايي چې ځينې داسې نورې حکومتي ادارې هم شته چې نږدې يو ميليون افغانۍ پورونه پرې دي؛ خو هغه په دغه لېست کې نه دي ذکر شوي.
د ياد لېست له مخې، د ننګرهار د کانال رياست څه باندې شپږ سوه ميليونه افغانۍ د برېښنا پوروړى دى.
د مومند په خبره: ((د ننګرهار برېښنا شرکت کارونه به څنګه پرمختګ وکړي. که دغه پورونه ورکړل شوي وای؛ پر ښار سربېره به مو ځينو ولسوالۍ ته هم د برېښنا اسانتياوې برابرې کړې وای.))
د ده په خبره که پر پوروړو ادارو برېښنا قطع کړي، زيان يې هېوادوالو ته رسېږي او د هغوی کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.
ده پر پوروړو غږ وکړ چې د برېښنا بېلونه ورکړي، څو پرمختيايي کارونه پرې ترسره کړي.
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري پژواک اژانس ته وويل چې پوروړې ادارې بايد ژر تر ژره خپلې پورونه برېښنا رياست ته ورکړي څو پرمختيايي کارونه پرې وکړي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولايتي شورا هم څه باندې شپږ ميليونه افغانۍ پوروړې ده، وويل: ((دا پورونه پخواني او اوسني دي، موږ له سيمه ييزو ارګانونو هيله کوو څو په دې برخه کې همکاري وکړي.))
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياني پژواک اژانس ته وويل: ((نوی مالي کال پيل شوی او د ولايت مقام اړوند ادارو ته سپارښتنه کړې چې د برېښنا پورونه ورکړي.))
نوموړي تاييد کړه چې يو شمېر ادارې له پخوا راهيسې د برېښنا رياست پوروړې دي؛ خو يادونه يې وکړه چې د ولايتي ادارې لومړيتوب دا دی څو د ولايت مقام په ګډون ټولې ادارې خپل پورونه ورکړي.
د ننګرهار د برېښنا رييس بيا وايي چې تر ۱۳۸۵ کاله پورې د برېښنا رياست پورونه معاف شوي او تر ۹۰ پورې باقي پورونه کم دي.
د محب الرحمن مومند په خبره: ((زموږ اکثره پورونه له ۸۵ کال راوروسته تر اوسه پورې دي، پر ځينو اشخاصو هم پورونه لرو خو يو شمېر يې له هېواده بهر تللي.))
د ننګرهار ولايت مدني فعال اکرام الله اکرام وايي چې حکومتي ادارې نه يوازې دا چې خپل پورونه نه ورکوي، بلکې د همدې له امله پر غربيو کورنيو د برېښنا پارچاوي هم ډېره ده.
د ده په خبره، مرکزي حکومت بايد د ننګرهار اړوند ادارو ته جدي سپارښتنه وکړي چې د برېښنا پورونه ورکړي؛ ځکه په دې سره به برېښنا شرکت نورو سيمو ته هم برېښنا وغځوي.
- - , .
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 205 تاريخ : سه شنبه 18 اسفند 1394 ساعت: 16:33