د "روند سبز" ټولنې لسګونو غړو په کندوز کې د مسافرو وژنه وغندله

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): د افغانستان د "روند سبز" په نوم بنسټ لسګونو غړو د يوه لاريون په ترڅ کې په کندوز کې د مسافرو وژنه وغندله او حکومت يې د امنيت په خوندي کولو کې پر بې کفايتۍ تورن کړ او ترې ويې غوښتل چې د دې پېښې عاملين دې مجازات کړي.

د کندوز ولايتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د غبرګولي په ١١مه د شپې دوې بجې څه باندې ٢٠٠ مسافر چې له کابل نه بدخشان او تخار ولايتونو ته روان وو، د کندوز په ساحه کې له موټره ښکته کړل او وروسته يې ١٢ کسان ووژل او نور تر اوسه هم ورسره بندي دي او پاتې يې راخوشي کړل.

طالبانو ويلي چې دوى په کندوز کې د ملي اردو او پوليسو ٢٦ سرتېري چې ملکي جامې يې پر تن وې او په شخصي موټرو کې يې سفر کاوو، نيولي او د هغوى له ډلې يې شپږ کسان چې د تېښتې هڅه يې کوله، وژلي دي.

د ياد بنسټ شاوخوا ٥٠٠ غړي د ملي امنيت د پخواني مشر امرالله صالح په مشرۍ نن په کابل کې د عيدګاه جومات مخې ته راټول شول.

دغه لاريون کوونکو د ((مرګ په طالب، مرګ د طالب په پلوي)) شعارونه ورکول او هوډ يې کړى و چې ارګ ته نږدې پښتونستان واټ ته ورسېږي، خو د امنيتي چارواکو له لوري اجازه ورنه کړل شوه.

د دغه بنسټ يوه غړي نصيراحمد فرهمند وويل، نن خلک د دې لپاره راتول شوي څو په کندوز کې د خونړۍ پېښې او طالبانو د ډلې پر وړاندې خپله کرکه څرګنده کړي.

نوموړي زياته کړه چې لاريون کوونکو غوښتل د عيدګاه جومات نه د کابل تر پښتونستان واټ پورې لاريون وکړي، خو د (امنيت شورا دسيسه) يې ټاکل شوي ځاى ته له رسېدو وړاندې په مخکې خنډ شوه.

هغه وويل: ((موږ له دولته درې غوښتنې لرو، لومړى دا چې د انګورباغ پېښې د جنايت عاملين په هره لاره او وسيله چې لري يې، مجازات کړي، دويم دا چې نيول شوي طالب ترهګر چې اوس د افغانستان په زندانونو کې دي، بايد مجازات شي او وروستى دا چې افغان دولت بايد له منصور وروسته خپل ګونګ او مبهم سياست روښانه کړي.))

دوى د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره له طالبانو سره د بندي مسافرو د وضعيت په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ له دولته غوښتنه وکړه چې د کندوز د خونړۍ پېښې عاملين دې چې په هره وسيله وي، مجازات کړي.

د پرېکړه ليک په بله برخه کې غوښتنه شوې چې د طالبانو نوى مشر ملا هبت الله د ترهګر په توګه د ملګرو ملتونو سازمان ته ور وپېژني.

په پرېکړه ليک کې د کندوز په پېښه کې د خلکو وژنه د اسلام خلاف عمل بللى شوى او په کې راغلي: ((د کندوز د علي اباد ولسوالۍ په شين تپه کې د طالبانو له خوا دغه وحشتناک عمل او زموږ د ځوانانو ډاګيزه او صحرايي محکه څرګندوي چې دا ډله دا څومه خونړی او غير انساني عمل کوي، څو دنيوي قدرت ترلاسه کړي.))

د پرېکړه ليک په بله برخه کې راغلي چې د دولت بې پروايي او بې کفايتي د دې ډول اعمالو د ترسره کولو يو بل لامل دى.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 236 تاريخ : پنجشنبه 13 خرداد 1395 ساعت: 19:17