تورخم دروازه د بې ويزې افغانانو پر مخ وتړل شوه

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۵): پاکستاني پوليسو د تورخم پر دروازه نوي محدوديتونه لګولي چې له مخې بې ويزې افغانانو ته د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.

د ۳۰۱ سرحدي زون قوماندان سمونوال ولي خان شينواري د غبرګولي په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پاکستاني لوري دا تګلاره نن د جون له لومړۍ نېټې پلې کړې ده.

شينواري زياته کړه: ((پاکستاني لوري موږ ته ويلي وو چې د جون له لومړۍ نېټۍ وروسته بې پاسپورټه افغانان پر تورخم نه ور پرېږدي، موږ په دې تړاو مرکزي حکومت خبر کړی دی.))

هغه تاييد کړه چې له همدا نن دغه محدوديت پيل شوی دی.

تر دې مخکې پاکستاني لوري د کډوالۍ کارټ لرونکو يا هم لږ تر لږه ناروغانو، زنانه او ماشومانو ته اجازه ورکوله چې د تورخم پر دروازه تګ راتګ وکړي.

د تورخم يوه اوسېدونکي عمران الله پژواک ته وويل، پاکستانی لوری له نن سهار راهيسې بې اسنادو افغانانو ته د ور اوښتو اجازه نه ورکوي.

عمران زياتوي: ((هغه کسان چې پاسپورټ ونه لري اجازه نه ورکوي، تر دې چې مريضان هم نه پرېږدي، نن يې ډېر کسان بېرته را وګرځول.))

د ده په خبره، له سهار راهيسې په تورخم کې ګڼه ګوڼه ډېره وه، خو اوس (د ورځې ۱۱ بجې) په کمېدو ده.

د سيمې يوه هټۍ وال جاوېد شينا پژواک ته وويل: ((سهار يې غټ موټر هم نه پرېښودل خو وروسته يې يو نيم ته اجازه ورکړه، پاکستاني ملېشې وايي چې بې پاسپورټه کسان تګ راتګ ته نه پرېږدي.))

د شينا په وينا، نن په تورخم کې د خلکو ګڼه ګونه ډېره نه ده؛ ځکه خلک پوهېږي چې بې پاسپورټه کسان نه پرېښودل کېږي.

نوموړي وايي: ((د پاسپورټ په مسئله کې د پاکستان هدف دا دی چې د تورخم دروازه د بندر په توګه وپېژندل شي؛ ځکه خو هغوی پر خپلو خلکو هم فشار راوړی څو  افغانستان ته له پاسپورټه پرته ولاړ نه شي.))

پاکستاني او افغان لوري د دې ادعا په تړاو رسمي څه نه دي ويلي.

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ډاکټر ناصر کامه وال پژواک ته وويل، مرکزي حکومت بايد د دې مسئلې په غبرګون له اسلام اباد سره خبرې وکړي.

کامه وال وايي: ((زموږ ډېر ناروغان خيبر پښتونخوا ته د درمنلې لپاره ځي، يا هم د ډيورنډ د کرښې دواړه غاړې مېشت خلک خپلولي سره لري، نه بايد د پاسپورټ مسئله جدي ونيول شي.))

د ولايتي شورا د دغه غړي په خبره، د تورخم پر دروازه د دغسې محدوديتونو په لګولو سره به ډېرو کسانو ته ستونزې پيدا شي.

پر ياده دروازه د وروستيو محدوديتونو تر لګېدو وروسته د ننګرهار سيمه ييزې ادارې ويلي وو چې په دې تړاو يې مرکزي حکومت ته خبر ورکړی څو له ډيپلوماتيکو لارو شته ستونزې هوارې کړي.

تېره مياشت په تورخم کې د پاکستاني ملېشو له لوري د پوځي تاسيساتو د جوړولو او د افغان پوله ساتو له لوري يې تر بندولو وروسته د تورخم پر دروازه ځيني محدوديتونه ولګول شول.

هماغه وخت پاکستاني لوري د څو ورځو لپاره د تورخم دروازه تړلې وه او وروسته يې بېرته خلاصه کړه خو د تګ راتګ لپاره يې ځيني محدوديتونه وضع کړل.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 198 تاريخ : چهارشنبه 12 خرداد 1395 ساعت: 17:25