کابل (پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٥): د ولسمشر ځانګړى استازى او په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د بهرنيو چارو له سلاکار سرتاج عزيز سره ليدلي دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له خوا د غبرګولي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې ډاکټر زاخېلوال د پاکستان لومړي وزير نوازشريف ته د چټکۍ روغتيا دعا وکړه.
نوازشريف د زړه د ناروغۍ له امله د لندن په يوه روغتون کې بستر دى او ټاکل شوې ده چې سبا يې د زړه جراحي عمليات ترسره شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز سرتاج عزيز او زاخېلوال پر افغان سولې، د ملا منصور له وژنې وروسته پر رامنځته شوو حالاتو او يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.
بلخوا پاکستاني رسنيو د بهرنيو چارو وزارت د سرچينو په حواله خبر ورکړى چې د دې ليدنې پر مهال سرتاج عزيز د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بې پيلوټه بريدونو په ترسره کېدو احتجاج کړى دى.
د يادونې ده، تېره اونۍ امريکا د پاکستان پر بلوچستان ايالت د يو بې پيلوټ الوتکې په بريد کې د طالبانو مشر ملا اختر منصور وژلى و، امريکا ويلي، چې دغه بې پيلوټه الوتکې له افغانستان څخه الوتې وه.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 203 تاريخ : دوشنبه 10 خرداد 1395 ساعت: 18:30