جنرال رازق: ملا هبت الله هومره نفوذ نه لري چې خپل ټول وسله وال پر ځان راټول کړي

ساخت وبلاگ

کندهار (د غبرګولي ٧مه، ١٣٩٥): د کندهار ولايت امنيه قومندان وايي د وسله والو طالبانو نوى ټاکل شوى مشر هومره نفوذ نه لري چې خپل ټول وسله وال دې پر ځاى راټول کړاى شي.

هغه خبر ورکړ چې وسله وال طالبان به نور هم ووېشل شي او تر منځ به يې اختلافات ډېر شي.

د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.

جنرال رازق وويل: ((د وسله والو طالبانو نوى مشر ملا هبت الله د ملا اختر محمد منصور په څېر نفوذ نه لري، په همدې بنسټ به هغه و نه شي کولاى خپل ټول وسله وال پر ځان راټول کړي.))

هغه زياته کړه د وسله والو طالبانو وژل شوى مشر ملا اختر محمد منصور نه يوازې د دوى د واکمنۍ پر مهال مهم چارواکى او ملا محمد عمر ته نژدې کس و، بلکې په تېرو پنځلسو کلونو کې يې د دې ډلې ټولې چارې سمبالولې.

نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې ملا اختر محمد منصور په دې ډله کې د خپل نفوذ سربېره له روسيې او ايران سره هم اړيکې لرلې، خو اوسنى مشر ملا هبت الله به دا وړتيا و نه لرلاى شي.

ده نوى ټاکل شوى مشر د وسله والو طالبانو په منځ کې يو متنازعه شخص ياد کړ او ويې ويل: ((د ملا محمد عمر د مړينې له اعلان وروسته چې کله ملا اختر محمد منصور مشر وټاکل شو او د طالبانو ځينو ډلو يې مخالفت وکړ، د هغوى پر ضد د جګړې ټولې فتواوې ملا هبت الله ورکولې.))

نوموړي زياته کړه، د دې پر ځاى چې طالب مشرانو د ملا منصور د جنازې او فاتحې مراسم تر سره کړي واى، ټوله هڅه يې دا وه چې څنګه د دې ډلې مشري تر لاسه کړي.

ده وويل: ((زه ډېر دقيق معلومات لرم چې درې شپې پر له پسې په کوټه کې ملا هبت الله، ملا محمد يعقوب، ملا ګل اغا او سراج الدين حقاني د پاکستان د استخباراتي ادارې له دريو تنو نورو سره چې د تورو هېندارو په موټر کې راتلل، ګډې ناستې کولې او بالاخره يې ملا هبت الله د مشر په توګه وټاکه.))

دى زياتوي، نوى مشر ملا هبت الله د دې ډلې د غړو له مشورې پرته د پاکستان له خوا ټاکل شوى دى.

هغه دا هم وويل چې ملا هبت الله به تر راتلونکو څو ورځو پورې خپله برنامه اعلانوي او بيا به يو پټ ځاى ته د استوګنې په موخه لېږدول کېږي.

نوموړي خبر ورکړ، چې له يادو شوو وروستيو پېښو سره د طالبانو محلي قومندانان او د هغوى افراد اوس په دې پوه شوي چې د چا د ګټو لپاره جنګېږي او اخر کوم عمل ورسره کېږي.

امنيه قومندان له هغو علماوو چې له هېواد په بهر په کوټه کې مېشت دي، وغوښتل د دې پر ځاى چې د خلکو اولادونو ته د ديني زده کړې پر ځاى د جګړې لپاره وسله په لاس کې ورکوي، د خپل هېواد د خير لپاره کار وکړي او نور تېر نه وځي.

نوموړي ملا هبت الله ته بلنه ورکړه چې په خپل هېواد کې دې د يوه جومات امامت ومني، خو نه دا چې د يوې داسې ډلې مشري په غاړه اخلي چې بې ګناه خلک وژني.

هغه تر ده وړاندې د ملا محمد عمر او ملا اختر محمد منصور  هم ياد کړل چې په ځان خبر هم نه وو خو د هغوى په مشرتوب د دې هېواد لسګونه زره بې ګناه خلک ووژل شول او لا هم دا لړۍ روانه ده.

له وسله والو سره د سولې په اړه امنيه قومندان وويل چې دا د ولسمشر او د سولې شورا کار دى او امنيتي ځواکونه يې بايد په تمه کښېنني، بلکې خپله دنده چې د امنيت خونديتوب دى، په پوره ځواک پر مخ يوسي.

خو ده يادونه وکړه چې وسله والو طالبانو ان هغه مهال چې ملا منصور ژوندى و، داسې پلان جوړ کړى و چې د افغانستان له حکومت سره به دوه ځله د سولې خبرو ته کښېني او درېيم ځل به انکار کوي او په دې توګه به د افغانستان حکومت او نړيوالو ته فريب ورکوي.

جنرال رازق په افغانستان کې د وسله والو ډلو په اړه وويل، هغه چې د داعش په نوم يې جګړه کوله د لشکر طيبه څخه جلا شوې ډله ده او د دې تر څنګ چې په دې وروستيو کې ويل کېږي په افغانستان کې د القاعده په نوم ډله پيدا شوې هم د لشکر طيبه يوه بله ډله ده چې په دې وروستيو کې ترې بېله شوې او د افغانستان تر څنګ په کشمير کې هم فعاليت کوي او ډېرى يې پنجابيان دي.

هغه د دې تر څنګ د طالبانو دوې ډلې هم يادې کړې چې يوه يې د ملا محمد رسول په مشرۍ او بله يې د ملا اختر محمد منصور ډله ده چې د هغه د وژل کېدو وروسته يې ملا هبت الله مشر ټاکل شوى دى.

نوموړي دا هم وويل چې له وسله والو سره د پاکستان تر څنګ ايران او روسيه هم مرستې کوي.

ده زياته کړه: ((هغه وسله وال چې په بدخشان او ورڅېرمه ولايتونو کې جنګېږي، روس يې حمايه کوي، په فراه، نيمروز، هرات او د هلمند په ځينو برخو کې جنګېدونکي وسله وال د ايران له خوا حمايه کېږي، دغه راز په کندهار او ورڅېرمه سيمو کې جنګېدونکي وسله وال د پاکستان له خوا حمايه کېږي او ان ټول مشران يې د هغوى له خوا ټاکل کېږي.))

خو نوموړي له خلکو، ديني عالمانو او نورو وغوښتل چې وروستيو پېښو ته په کتو بايد د ورته روښانه شوې وي چې دلته جګړه پردۍ ده، نو ځکه بايد د وينې تويېدلو د مخنيوي لپاره کار وکړي او د پردو د ګټو لپاره استعمال نه شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 221 تاريخ : جمعه 7 خرداد 1395 ساعت: 12:47