افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ برخه کې د ستونزو د هواري پرېکړه وکړه

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٤) : په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان سوداګرۍ وزير سره د افغان ټرانزيټ پر ستونزو  خبرې وکړې.

زاخېلوال د کب په ١٧مه، په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي، چې نن يې د پاکستان د سوداګرۍ وزير خرم دستګير سره په دغه هېواد کې د افغان سوداګرو او ټرانزيټ پر ستونزو تفصيلي خبرې وکړې.

هغه زياته کړه، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزير ته يې په ډاګه کړه، چې د افغان سوداګرو او ټرانزيټ د ستونزو د هواري لپاره چې کومې ژمنې شوې، هغه نه عملي کېږي.

زاخېلوال ويلي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزير يو ځل بياورسره  ژمنه وکړه، چی په نږدې راتلونکي کې به د اړونده ادارو د مشرانو په ګډون يو کاري مجلس رابولي او په ټولو موضوعاتو او ستونزو به اساسی بحث او پرېکړې وشي.

سرچينې زياته کړې  چې له خرم دستګير سره يې په دې ليدنه کې دغه راز پرېکړه وکړه، چې د پرېکړو د پلي کېدو د څارنې په موخه به يو ګډ مېکانېزم جوړ شي او همارنګه دواړه لوري به په هرو دوه مياشتو کې په لوړه کچه يو ځل ناسته کوي، تر څو په دوامداره توګه د سوداګرۍ او ټرانزيټ پر وړاندې شته ستونزې هوارې کړي.

- - , .

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 188 تاريخ : دوشنبه 17 اسفند 1394 ساعت: 19:55