د بامیانو حکومتي اداره له تاجکانو سره پر تبعضي چلند تورنه شوه

ساخت وبلاگ

مزارشريف (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۵): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار لسګونو لاريون کوونکو د باميان ولايت سيمه ييزه اداره له تاجکانو سره پر ناوړه چلند تورنه کړه.

سلګونه لاريون کوونکي د غبرګولي په ۵مه د مزارشريف ښار واټونو ته راوتلي وو او د باميان ولايت د سيمه ييز ادارې پر خلاف يې شعارونه ورکول.

دوی چې له ځان سره يې د هېواد ستره جوړه کړې جنډه لېږدوله، په بېنرونو کې يې د ليکل شوو شعارونو له لارې له مرکزي حکومت او ملګرو ملتونو په باميان ولايت کې د تاجکانو پر وړاندې د بې عدالتۍ او تبعيض د بندېدو غوښتنه کړې وه.

يو لاريون کوونکي بشيرالدين بشارت چې پژواک خبري اژانس ته يې ځان د باميانو ولايت د مرکز د تيبوتي سيمې اوسېدونکی معرفي کړ، وويل چې نن د بلخ خلکو په مرسته د خپل حق د غوښتنې په موخه راغونډ شوي دي.

نوموړي د باميان ولايتي چارواکي له باميانو څخه د تاجکانو پر ايستلو تورن کړل.

هغه وويل: ((سيمه ييزو چارواکو مو پر کرنيزو ځمکو د ښار د ماسټر پلان نقشه راوستې او له دې لارې هڅه کوي چې موږ له باميانو کډه کېدو ته مجبور کړي.))

بشارت وويل چې په باميان ولايت کې دغه ناوړه چلند يوازې له تاجکانو سره نه، بلکې له پښتنو سره هم روان دی.

د مزارشريف ښار اوسېدونکی نثار احمد عبيدي چې اصلي استوګنځی يې باميان دی، په ننني لاريون کې يې برخه اخيستې وه.

نوموړي پژواک ته وويل: ((په باميانو کې قومي حذف ته هڅه کېږي، د تاجکانو ځمکې دولتي کېږي او نورو خلکو ته د ښارګوټو په نامه ځمکه وېشل کېږي.))

هغه وايي چې د همدې بې عدالتيو د لرې کېدو په موخه يې نن دلته لاريون کړی دی.

عبيدي وويل چې دوی له مرکزي حکومت او له ملګرو ملتونو څخه هيله کوي چې په باميان ولايت کې د سيمه ييزو چارواکو له خوا د قومي حذف مخه ونيسي.

نوموړي ځانګړې اشاره ونه کړه خو زياته يې کړه چې په ډېری دولتي لوړپوړو پوستونو کې يو قوم ځای لري.

د مزارشريف اوسېدونکي الله محمد خيراندېش پژواک ته وويل، چې په باميان ولايت کې د بې عدالتي پر وړاندې يې په دغه لاريون کې برخه اخيستې ده.

نوموړي زياته کړه، معلومات لري چې په باميان ولايت کې له تاجکانو سره قومي تبعيض کېږي چې له امله يې له دغه ولايت څخه د ايستو لپاره په بېلابېلو سياسي لارو چارو ځورول کېږي.

هغه له مرکزي دولت څخه هيله وکړه چې په باميانو کې د روانې بې عدالتۍ مخه ونيسي.

د لاريون په پای کې اته ماده ييز پرېکړه ليک ولوستل شو چې په کې له مرکزي حکومت څخه په باميانو کې د سيمه ييزو چارواکو له خوا د ځمکو د غصب پوښتنه وکړي.

همداراز په پرېکړه ليک کې د باميانو په حکومت کې د قومونو په کچه د مشارکت جدي غوښتنه وشوه.

د باميان د والي وياند عبدالرحمن احمدي پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت ټولو اوسېدونکو ته د مدني فعاليتونو ترسره زمينه ځکه برابره ده چې دغه ولايت د مدني حرکتونو ځانګړى تاريخ لري.

هغه زياته کړه، که چېرې چا ته په دغه ولايت کې د مدني فعاليتونو زمينه برابره نه شي، نو خپل غږ بايد په کابل کې پورته کړي، نه په بلخ ولايت کې.

د احمدي په وينا، په بلخ کې د ځېنو کسانو غږ پورته کول، سياسي حرکت دى، نه مدني او ولايتي اداره نه غواړي چې په دې شخړو کې ځان بوخت کړي.

نوموړي دغه راز وويل چې د يادې موضوع په اړه چا ورته تر اوسه څه رسمي شکايت نه دى کړى.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 191 تاريخ : چهارشنبه 5 خرداد 1395 ساعت: 20:16