سرپل کې له ښکېلو لوريو ٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ساخت وبلاگ

سرپل(پژواک، ٤ غبرګولى ٩٥): په سرپل ولايت کې د څو ساعته نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه يو سيمه ييز پوليس او درې وسله وال طالبان وژل شوي او يو پاڅونوال  او څلور طالبان  ټپيان دي.

د سيمې خلک وايي چې دغه نښته تېره ورځ مازيګر د دې ولايت د مرکز اړوند د شيرم  او له شيرم سره پر پوله د سوزمه کلا ولسوالۍ  د بُرقوت په سيمه کې پيل او د شپې تر شاوخوا نهو بجو يې دوام وکړ.

د سرپل د ولايتي شورا غړي محمدنور رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سيمې له خلکو تر لاسه شوي معلومات ښيي چې په دې نښته کې درې وسله مخالفين وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دغه راز د رحماني د معلوماتو له مخې، په ياد نښته کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې له سيمه ييزو پاڅوانوالو يو تن ټپي شوى دى.

خو د سرپل د امنيه قوماندانۍ سرپرست او د امنيت امر سمونوال محمدنعيم اندرابي وايي چې په ياده نښته کې لس وسله وال مخالفين وژل شوي او نور ټپيان دي او د وسله والو مخالفينو پنځه موټرسايکلونه هم د دولتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

دى وايي چې په يادو سيمو کې د دولتي ځواکونو پيل شوي عمليات پاى ته ورسېدل.

خو وسله والو طالبانو د يادو نښتو په اړه  ويلي چې يادو سيمو ته شپږ ورځې مخکې ورغلي دولتي ځواکونو سيمه پرې اېښې او هلته له يادو ځواکونو څخه دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

طالبانو ويلي چې د نښتو پر مهال يې دوه موټرسايکلونه او يوه اندازه مهمات هم تر لاسه کړي دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 210 تاريخ : چهارشنبه 5 خرداد 1395 ساعت: 11:51