" پاکستان افغان خاوره کې له جوړو شوو تاسيساتو يواځې يوه دروازه سپارلې"

ساخت وبلاگ

 کابل (پژواک،٢ غبرګولى ٩٥): د مشرانو جرګې ځينې غړي ادعا کوي چې پاکستان افغان خاوره کې له جوړو شوو تاسيساتو څخه له يوې سرحدي دروازې پرته نور څه افغانستان ته نه دي سپارلي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په افغانستان کې د پاکستان سفير اعلان وکړ چې پاکستانيو ځواکونو د افغانستان خاوره ( انګوراډه کې) جوړ شوي تاسيسات د افغانستان دفاع وزارت پلاوي ته سپارلي دي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال ويلي چې تېرو کلونو کې د ډيورنډ فرضي کرښې سره د انګور اډې سيمه کې ټول جوړ شوي تاسيسات، افغان حکومت ته تسليم شول.

 خو په مشرانو جرګې کې د پکتيکا د خلکو استازي جمعه الدين ګيانوال وويل:" تراوسه دسهار( ١٠:٤٥ دقيقې) انګور اډه کې د ټولو جوړو شوو تاسيساتو له ډلې، يواځې د خيبردروازه چې د پاکستان بېرغ پرې اوچت شوى و، نور تاسيسات افغان دولت ته نه دي سپارل شوي."

نوموړي وويل :" پاکستان حکومت د ډيورنډ له فرضي کرښې څخه شاوخوا ٢٥ کيلومتره وړاندې راغلى او تاسيسات يې جوړکړي دي،زموږ پلاوى پرون انګور اډې ته تللى و او د ډيورنډ کرښه يې په رسميت پېژندلې، کومه کرښه چې د ډاکټرنجيب الله رژيم پرمهال موجوده وه، څه باندې ٢٠ کيلومتره راوړاندې شوي دي، د افغان ولس د چپ کولو لپاره يې يواځې يوه سرحدي دروازه سپارلې ده؛ خو ددې دروازې څو مترۍ کې د پاکستان پوځ بله دروازه جوړه کړې چې زموږ پلاوي په رسميت نه ده پېژندلې."

 د پکتيکا ولايت بلې استازې فوزيې سادات هم دې جرګه کې وويل،چې د پاکستان حکومت يواځې د خيبر دروازه چې پخوا جوړه شوې وه، افغان پلاوي ته سپارلې ده.

نوموړې، حکومتي ګومارل شوى پلاوى په ملي خيانت او معاملې کولو تورن کړ او ويې ويل :" کومه دروازه چې افغان حکومت ته سپارل شوې ، د افغانستان څو کيلومتره نوره خاوره هم د پاکستان په واک کى ده او پلاوي دې خبرې ته پام نه دى کړى، انګوراډه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي پولې په توګه منلي ده."

په دې جرګه کې د زابل خلکو استازي محمد حسن هوتک وويل :" بايد دا موضوع په جدي توګه وڅېړل شي چې ګواکې پاکستان دولت د ډيورنډ له فرضي کرښې څخه راوړاندې شوى که نه، څومره تاسيسات سپارل شوي دي."

ددې جرګې يوشمېر نورو غړو هم ددې موضوع د څېړنې غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال فرهاد سخي چې د جرګې نننۍ غونډې مشري يې پر غاړه وه، د پکتيکا استازو د ادعاوو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، د مشرانو جرګې د نړيوالو او کورنې امنيت چارو کمېسيون ته لارښوونه وکړه څو موضوع په جدي ډول وڅېړي او جزييات يې له مجلس سره شريک کړي.

 خو د ملي دفاع وزارت وياند بريد جنرال دولت وزيري په نننۍ غونډه کې کابل کې وويل کوم تاسيسات چې تېرو کلونو کې د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره کې جوړ شوي وو، افغان پلاوي ته سپارل شوي دي او انګور اډه کې د افغانستان بېرغ وځړول شو.

نوموړي د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې افغان حکومت هيچا ته اجازه نه ورکوي څو پر افغان خاوره تېرى وکړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 207 تاريخ : دوشنبه 3 خرداد 1395 ساعت: 1:17