مزارشريف (پژواک، ۹ کب ۹۴): د شمال زون د ٢٠٩شاهين قول اردو مسوولين وايي، دبغلان ولايت د ډنډغوري عمليات د عامو خلکو د ژوند د خونديتوب په موخه اوږده شوي دي.
د يادې قول اردو مرستيال رجب علي راشد د کب په ۹مه، د قول اردو له ۲۵۰ کنډک څخه د فارغينو د غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په شمال زون کې د پسرلنيو عملياتو لپاره پوره چمتووالی لري.
د شاهين قول اردو له ۲۵۰ کنډک څخه ۱۳۷۰ تنه له دوه مياشتنيو نظامي زده کړو څخه وروسته فارغ شول.
د شاهين قول اردو مرستيال وويل،چې دغه سرتېري به د شمال او شمال ختيځ زون په نظامي قطعاتو کې جذب کړای شي.
نوموړي زياته کړه، له دغو سربازانو څخه به ۱۰۵۰ تنه د يادو زونونو قطعاتو ته واستول شي، ۲۰۰ به يې د ټيم ليډرۍ لپاره شپږ اونۍ نورې زده کړې وکړي او ۵۰ تنه به يې د موټرچلونې برخې ته وټاکل شي.
همداراز له يادو سرتېرو څخه به ۷۰ تنه د ځانګړو عملياتو د زده کړې لپاره شپږ اونۍ نورې زده کړې هم وکړي.
د قول اردو مرستيال راشد د شمال زون په بېلا بېلو ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې روان عمليات بريالي وبلل او زياته يې کړه، چې له تېرو څو ورځو د شمال زون جوزجان او فارياب ولايتونو ته د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم راتګ د سرتېرو د مورال لپاره ښه ګام دی او دوی يې هرکلی کوي.
د هغه په وينا، دوی په شمال زون کې د شفق په نامه د پسرلنيو عملياتو د پيلېدو په درشل کې دي.
راشد د بغلان په ډنډغوري سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د روانو عملياتو په اړه وويل، دغه عمليات عامو خلک ته د مرګ ژوبلې نه اړولو په موخه اوږده شول.
نوموړي زياته کړه، په ياده سيمه کې بهرني وسله وال مخالفين هم شته او په سيمه کې يې د ځان ساتنې لپاره خندقونه کېندلي دي.
د ده په خبره، په ياده سيمه کې د عامو خلکو د استوګنې له امله دوی هڅه کوي، په احتياط سره وړاندې لاړ شي.
د بغلان ولايت په ډنډغوري سيمه کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات روان دي، چې له امله يې د سيمې سلګونه کورنيو ته مالي زيان اوښتی او بېځايه شوې هم دي.
- - , .
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 191 تاريخ : يکشنبه 9 اسفند 1394 ساعت: 20:05