ډاکټر عبدالله ترکيې ته روان شو

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ٢ غبرګولى ٩٥): اجرائيوي رييس ډاکټر عبدالله د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن غرمه په يوه دوه ورځني سفر ترکيې ته روان شو.

له اجرائيه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نوموړي د سفر موخه په نړيواله دوستانه سرمشريزه کې ګډون دى.

سرچينه کاږي، اجرائيوي رييس به يادې سرمشريزې ته د وينا ترڅنګ د ترکيې په ګډون د يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو له مشرانو سره هم دوه اړخيزې ناستې ولري او په بېلابېلو موضوعاتو به خبرې وکړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې سفر کې له اجرائيه رييس سره د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي، له طبيعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزير ويس احمد برمک، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستياله مژګان مصطفوي او د ځينو نورو ادارو يو شمېر رييسان مله دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 185 تاريخ : يکشنبه 2 خرداد 1395 ساعت: 18:54