ناټو به تر ۲۰۱۶ کال وروسته هم د افغان ځواکونو روزنې ته ادامه ورکوي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۹۵): د شمالي اتلانیک سازمان ناټو اعلان وکړ، چې تر ۲۰۱۶ کال وروسته به هم د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت ته ادامه ورکوي.

دوه کاله مخکې د بریتانیا په ویلز ښار کې د ناټو په سرمشریزه غونډه کې په افغانستان کې د جګړه ییز ماموریت د پای ته رسیدلو او د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت د پیلولو اعلان شوی و،  چې د دوو کالو لپاره به وي.

د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې چې پرون د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې پیل شوې وه، نن دویمه ورځ یې د افغانستان په اړه ځانګړې شوې وه، چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم ګډون کړی و.

دغه راز د افغانستان په اړه ځانګړې شوې برخه کې د ناټو د ۲۸ غړو او ۱۲ همکاریو هېوادونو ترڅنګ  د ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې، جاپان او د سویلي کوریا استازو برخه اخیستې وه.

تر یادې غونډې وروسته یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ وویل، چې دوی تر ۲۰۱۶ کال وروسته هم د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت ته دادامې ورکولو پریکړه وکړه.

هغه زیاته کړه، چې دوی د افغانستان وروستي سیاسي او امنیتي حالات او له افغانستان سره د ناټو د راتلونکو همکاریو په اړه بحث او ارزونه وکړه.

د ناټو سرمنشي د افغان ځواکونو د کړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې په دې وروستیو کې هغوی له ځانه ځانګړې وړتیاوې ښودلې دي.

سټولټنبرګ وویل، چې په افغان ځواکونو کې هغه څه څرګند شوي او لیدل کیږي، چې د ناټو لخوا ورته روزنه ورکړل وي او هغوي خپل مسوولیتونه په ښه توګه پرمخ وړي.

خو سټولټنبرګ زیاته کړه، چې افغانستان  اوس هم له  ګڼ شمېر او جدي ننګونو سره مخ دي.

د هغه په وینا، په همدې موخه د بهرنیو چارو وزیرانو نن پریکړه وکړه، چې تر ۲۰۱۶ کال وروسته به هم د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت ته ادامه ورکوي.

د ناټو سرمنشي وویل، چې په دې غونډه کې دوی د افغان ځواکونو ددوامداره مالي ملاتړ په اړه هم خبرې وکړي اوټولو ګډونوالو په دوامداره توګه د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ ژمنې وکړې.

ده زیاته کړه، چې دا مالي ملاتړ به تر ۲۰۲۰ کاله پورې ادامه لری.

سټولټنبرګ هیله څرګنده کړه، چې یوه نیمه میاشت وروسته به د ناټو په سرمشریزه غونډه کې چې د پولینډ په پلازمینه وارسا کې جوړیږي، ولسمشران به د یادو ژمنو ملاتړ وکړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 285 تاريخ : جمعه 31 ارديبهشت 1395 ساعت: 22:26