د ملي اردو يو افسر په ترينکوټ کې ووژل شو

ساخت وبلاگ

ترينکوټ (پژواک، ٣١ غويى ٩٥) : د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ملي اردو د څلورمې لوا د لومړي کنډک داوپراسيون مدير په جومات کې ووژل شو.

د ترينکوټ ښار د لومړۍ حوزې امر څارمن ګل اغا د غويي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن غرمه د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې يوه وسله وال تن په بې غږه تومانچې د ترينکوټ ښار په سره جامع جومات کې ډزې کړې او د ملي اردو د څلورمې پلې لوا د لومړي کنډک د اوپراسيون مدير جګړن عزيز خان يې وژلى دى.

د نوموړي په وينا، تر ډزو وروسته بريدګر په تېښته بريالى شوى، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د يادونې ده چې پرون په کندهار کې د ٢٠٠٥ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوى .

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 260 تاريخ : جمعه 31 ارديبهشت 1395 ساعت: 20:54