چارواکي : د داعش يوه قوماندان خپل ١١ ملګري وژلي

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک، ٣١ غويى ٩٥) : چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د داعش يو تن قوماندان خپل ١١ ملګري وژلي او په خپله تښتېدلى دى.

بلخوا د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې د هېواد بنسټ ښوونيز مرکز پر رييس الهام ياسيني وسله وال  بريد شوى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د داعش وسله والو د وژل کېدو پېښه تېره شپه د اچين ولسوالۍ د کرکڼۍ په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه  چې په ياده سيمه کې د زمين جان په نامه د داعش يوه سرګروپ  چې په ابوبکر مشهور دى، پر خپلو ملګرو ډزې کړي او ١١ تنه يې وژلي دي.

د والي وياند وايي چې تر يادې پېښې وروسته زمين جان له سيمې تښتېدلی ، خو وروسته د وسله والو طالبانو له لوري په ټپي حالات کې نيول شوی دى.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې د هېواد بنسټ ښوونيز مرکز پر رييس الهام ياسيني وسله وال  بريد شوى دى.

ياسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دى له جلال اباد ښار څه کامې ته روان و، چې د ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرې له غره څخه وسله وال بريد وشو.

هغه زياته کړه  چې دى له بريده روغ وتلى، خو درې مرمۍ يې پر موټر لګېدلي او موټر يې زيانمن شوى دى.

نوموړي وويل  چې د دوى بنسټ په کامې ولسوالۍ کې يو ښوونيز مرکز فعال کړى، چې په کې ٦٠٠ نجونې او هلکان زده کړې کوي.

د ياسيني په وينا، تر دې مخکې ناپېژاندو کسانو د ټېلېفون له لارې ورته ګواښونه کړي وو چې په ياد مرکز کې د نجونو برخه  وتړي.

د کامې ولسوالۍ امنيه قوماندان زلمي هم پژواک ته ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې پوليس تر بريده وروسته سيمې ته ورسېدل، خو وسله وال تښتېدلي وو.

نوموړي زياته کړه چې دوى د يادې پېښې په اړه پلټنې پيل کړې، څو عاملين يې پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 271 تاريخ : جمعه 31 ارديبهشت 1395 ساعت: 14:50