د بغلان د والي، مرستيال او امنيه قوماندان د ګوښه کولو غوښتنه وشوه

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ٣٠ غويى ٩٥): يو مدني بنسټ ادعا کوي، چې جاسوسو مديرانو په بغلان کې د بيوميټريک سيستم د وسلوالو مخالفينو په واک کې ورکړى او که چېرې حکومت دغه کسان ونه نيسي نو دغه ولايت به د وسله والو مخالفينو لاسونو ته وغورځي.

 دغه بنسټ (د اصلاح او بدلون لپاره د ځوانانو شبکه) ادعا کوي چې وسله وال طالبان په دغه ولايت کې له بيوميټريک سيستم څخه په ګټې له بغلان څخه د تېرېدو پر مهال په نښه او له هغه وروسته بيا نيسي.

 بيوميټريک، د يوه شخص د هويت پېژندنې لپاره د هغه د بدن د ټولو ځانګړنو د اندازې لپاره ځانګړې ټيکنالوجي ده.

 د يادې شبکې مرستيال سيد ميثم نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل: "په تېرو څو کلونو کې د بغلان وضعيت د اندېښنې وړ و، خو اوس د دې ډار شته چې بغلان د کندوز سناريو تجربه نه کړي او په دغه ولايت کې د تېرو څوارلسو کلونو ټولو لاسته راوړنې لاهو نه شي."

 د کندوز ولايت مرکز تېر کال د وسله والو مخالفينو له لوري ونيول شو، چې له څو ورځو عملياتو وروسته د دولت لاسونو ته وغورځېد.

 د احساني په وينا، د بغلان ولايت سيمه ييزو چارواکو د مديريتي کمزورتيا له امله، د دولت وسله وال مخالفين د مرکز په دوه کيلومټرۍ کې حضور لري.

 نوموړي د جزياتو له وړاندې کولو پرته وويل، چې ددغه ولايت مهمې سيمې يا د وسله والو مخالفينو په واک کې دي او يا هم د هغوى له لوري کلابنده شوې، ځکه له يوه لوري مرسته کوونکي ځواکونه په خپل وخت نه رارسيږي او له بل لوري په بغلان کې موجود امنيتي ځواکونو ښه نه دي سنبال شوي.

 نوموړي زياته کړه: "د امنيتي ځواکونو په همت به هيڅکله هم وسله وال طالبان حاکم نه شي، خو له حکومت غوړاو، څو جاسوس او خاين مديران وپيژنې او د قانون منګولو ته يې وسپاري."

 نوموړي دغه راز د حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه، څو هغه جاسوسان چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې جاسوسي کوي، له پېژندنې وروسته سخته سزا ورکړي. نوموړي په دې اړه هم جزيات ورنکړل.

 احساني د بيومټريک سيستم ته د وسله والو مخالفينو له لاسرسي څخه د اندېښنې ترڅنګ وويل: "هرو مرو هغو جاسوسانو او مديرانو چې په نظام کې کار کوي، دغه سيسټم دوى ته ورکړى دى. ټول مسافر چې له لارې تېرېږي، له موټرونو يې راښکته کوي او بيوميټريک کېږي او هر څوک چې په دغه سيستم کې موجود او دولت کارکوونکي وي، پېژندل کېږي او طالبان يې له ځانونو سره وړي."

 نوموړي له چارواکو وغوښتل څو په دې اړه ژر تر ژره ګام پورته کړي او د دولت وسله وال مخالفين چې د هېواد د شمال او شمال ختيځو ولايتونو اوسېدونکو ته د اندېښنې وړ ګرځېدلي، وځپي.

 د هغه په وينا، اوسمهال هيڅوک هم د بغلان په لويه لار کې ځان خوندي نه ګڼي، ځکه وسله وال مخالفين کاوونکو د بيوميټريک سيستم څخه په ګټې د دولت کارکوونکي نيسي.

 يادو دواړو سرچينو ونه ويل، چې وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې تړاو څومره کسان نيولي دي.

 اکمل دغه راز وويل، هغو کسانو ته د وسلو وېش چې د ولسي پاڅون کوونکو تر نوم لاندې فعاليت کوي، د ياد ولايت اوسېدونکو ته د اندېښنې وړ ګرځېدلي، ځکه د ولسي پاڅون څخه ښه مديريت نه کېږي او په  ډېرو مواردو کې دا ډول پاڅونونه د لا ډېرې نا امنۍ لامل شوي دي.

 د يادې شبکې په اعلاميه کې چې نن د يادې ناستې پر مهال ولوستل شوه، له حکومت غوښتنه شوې څو د دغه ولايت سيمه ييز چارواکي لکه د ولايت والي عبدالستار بارز، د والي مرستيال عبدالقديم نيازى او د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد عوض نظري د کار بې کفايتۍ له امله له دندو ګوښه کړي او عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژني.

 دغه راز په اعلاميه کې له حکومت غوښتنه شوې، چې د کابل-مزارشريف لويه لار د وسله والو مخالفينو له وجود پاکه کړي او په دغه ولايت کې د وسله والو ځواکونو د ځپلو لپاره هر ډول ګامونه پورته کړي.

 په اعلاميه کې له طالبانو او نورو وسله والو ډلو غوښتنه شوې، څو د سولې خبرو اترو مېز ته راشي، له هغه پرته به له منځه ولاړې شي.

 خو د بغلان والي عبدالستار بارز د جګړې د مديريت او له وسله والو مخالفينو سره د مبارزې په برخه کې د چارواکو بې کفايتي رد کړه او وايي، چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې چې د والي په توګه ګومارل شوى، په دغه ولايت کې يې وسله والو مخالفينو ته ډېر زيان اړولى دى.

 نوموړى اوسنۍ جګړه د پاکستان د استخباراتو جګړه بولي او وايي، چې په بغلان کې د عملياتو ترسره کولو مسووليت د مرکز د درې ګونو ارګانونو د چارواکو پر غاړه ده او سيمه ييز چارواکي په دې اړه هيڅ واک نه لري.

 بارز د اصلاح او بدلون لپاره د ځوان فعالانو شبکې په اړه وويل: "دغه شبکه په اصل کې په بغلان کې هيڅ فزيکي شتون نه لري او امکان لري چې د يو شمېر سياسي ډلو له لوري د بغلان د سيمه ييزو چارواکو د بدنامولو په موخه په دندو ګومارل شوي وي."

 نوموړي د وسله والو مخالفينو لاسونو ته د بيوميټريک سيسټم د غورځېدو په اړه وويل، چې تر اوسه يې په دې اړه کوم راپور نه دى ترلاسه کړى.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 248 تاريخ : پنجشنبه 30 ارديبهشت 1395 ساعت: 22:39